1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د اسامه وژنې زموږ د وتنې پلان ندی بدل کړی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۷, شنبه

د المان ږغ تلويزيون د المان د بهرنيو چارو د وزير گيډو وېسټروېله سره يو ځانگړې مرکه کړېده چي پکښي نوموړي وزير ويلي چي المان اوس هم غواړي چي د پلان سره سم تر 2014م مېلادي کال پوري د افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

https://p.dw.com/p/11BGn
گيډو وېسټروېله
گيډو وېسټروېلهانځور: DW-TV

مرکه:

المان ږغ: ايا د اسامه بن لادن وژنه يوه تاريخي پېښه ده؟

وېسټروېله: دا يوه تاريخي پېښه ده خو د دې تر څنگ دغه پېښه د دينونو او کلتورونو تر منځ د نوي باب د ليکلو چانس هم دی. زه غواړم چي د دې حقيقت څخه د رغنده خبرو اترو لپاره کار واخيستل سي چي د بن لادن و ناوړه اعمالو ته د پای ټکی کښېښودل سو. د هېښتيا خبره ده چي موږ تاسو وينو چي د عربي نړۍ نوی نسل د پخواني تره گر سره هيڅ دلچسپي نه لري بلکه و راتلونکو چانسونو ته ځير دي.

المان ږغ: نو ايا تاسو فکر کوی چي په رشتيا سره به د اسامه بن لادن د له منځه تللو سره په اسلامي نړۍ کي د توندلارۍ افکار هم له منځه ولاړ سي؟

وېسټروېله: نه په يوازي توگه نه. خو دلته دوه شيان سره يوځای کيږي. يوه خو دا چي د تره گرۍ د خطرناکي ډلې دغه مشر نور خپل تره گرو کړونو ته دوام نسي ورکولای. دويم دا چي موږ مخ له مخه لا د عربي نړۍ په پسرلي کي ژوند کوؤ چي په تيونس کي د رامبېل پاڅون په پېل شروع سو او د آزادۍ دغه غوښتنه اوس و نورو عربي هيوادونو ته هم غځېدلې ده چي په ترځ کي يې ځوانان په سوريه يا د تحرير په ډگر کي احتجاجونه کوي. دغه ځوانان د ډيموکراسۍ، مساواتو او د ښه ژوند لپاره احتجاجونه کوي او نه د تره گرو ږغونو لپاره. نو له دې کبله اوس په پېر کي بدلون راروان دی او د القايدۍ په وړاندي په مبارزه کي برياليتوب د دغه بدلون نخښه ده.

المان ږغ: ايا د عربي نړۍ د رامبېل د پاڅون څخه د اروپا د 1989م مېلادي کال د پاڅون بوی نه راځي؟

ويسټروېله: زه دې ته هيله من يم خو سل په سل کي لا دغه خبره معلومه نده.

المان ږغ: د المان د بهرنيو چارو وزارت د يوه خپلواکه فلسطيني رياست د په رسميت پېژندلو لپاره کومه تگلاره لري، هغه پداسي حال کي چي د اسرائيل د موجوديت حق تسليم کړل سوی دی. هغه وخت به څه کيږي که په مني کي فلسطينيان په يوازي سر د خپلواکۍ اعلان وکړي؟

وېسټروېله: ما د ولسمشر عباس سره د خبرو پر وخ هغه ته مشوره ورکړه چي د داسي يو جانبه اقداماتو څخه ډه ډه وکړي چي په ترځ کي يې هغه څه ته تاوان رسېدلای سي چي دوی يې غواړي. موږ د دوؤ آزادو رياستونو قيام غواړو او هغه پداسي حال کي چي بايد د اسرائيلي وگړو ژوند او د اسرائيل پولي خوندي وي او فلسطينيان هم خپل آزاد رياست ولري. د همدغه هدف د ترلاسه کولو لپاره موږ د ولسمشر عباس او د هغه د لومړي وزير سره په تماس کي يو او غواړو ورسره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکړه.

المان ږغ: ايا تاسو د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته د داسي بحثونو امکان وينئ چي دافغانستان څخه د پوځونو د لا ژر ايستلو پر غوښتنو به ولاړ وي؟

وېسټروېله: دا چي د دغه پېښه پر امنيتي حالت کومي اغېزې کوي بايد چي ورته انتظار وايستل سي. زه اوس د هغه بل اړخ د غبرگون احتمال وينم. القايده به د خپل مشر د غچ اخيستلو لپاره د نوؤ بريدونو هڅه کوي. خو د اوږدمهاله لرليد څخه ويلای سو چي و ځايي قوتونو ته د امنيت د سپارنې د پروسې د پېل ښه چانس دی. له همدې کبله هغه څه چي موږ د خپلو ټلوالو سره ورباندي توافق کړی ؤ چي تر 2014م مېلادي کال پوري به په افغانستان کي هيڅ الماني جنگ کوؤنکي عسکر نه وي پاته هغه اوس هم زموږ هدف دی.

کاترين وېسکه / احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم