1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان د بيارغوني په برخه کي نوري مرستي کوي

۱۳۸۷ مرداد ۴, جمعه

د آلمان د اتحاديي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په يو څلور ورځني سفر افغانستان ته تللی تر څو هلته د آلمان لخواد تر سره سوو د بیارغوني له پروژوڅخه کتنه وکړي

https://p.dw.com/p/Ejry
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په هرات ولايت کي د اوبو رسولو د سيسټم د پرانستلو پر مهال
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير په هرات ولايت کي د اوبو رسولو د سيسټم د پرانستلو پر مهالانځور: AP

د آلمان حکومت سږکال په افغانستان کي خپل ملکي فعاليتونه ډير کړي او غواړي چي په روان ميلادي کال کي په مجموعي ډول 140 مليونه يورو دهغه هيواد دبيا رغوني لپاره ورکړي. جرمني په تيره بيا دافغانستان په شمال اوکابل کي ډير فعال دی.

د آلمان حکومت دکابل په ښار کي دڅښاک د پاکو اوبو په رسولو کي برخه لرلی. او شټاين ماير غوښتل چي دپنجشنبې په ورځ د افغانستان په لويديځ هرات کي د اوبو دستګاه افغاني مقاماتوته ورتسليم کړي. دا پروژه د6,7 ملیونويورو په لګښت دجرمني لخوا جوړه شوي ده. پدې ډول به هلته څه ناڅه 5 لکه انسانان د څښاک پاکي اوبه ولري.

دآلمان حکومت دمرستوله ټولنوسره په ګډه، اوس دکابل ښارته دبرښنا درسولوهڅه کوي، په تيره بيا دکابل پر درياب باندي جوړو سوو 2 د برښنا دتوليد ددستګاوو په بيا رغونه کي مرسته کوي. دا دستګاوي دکال له سره دکابل د انرژۍ د اړتيا نيمايي برخه پوره کوي. سربيره پردې آلمان دبرښنا دتوزيع په هغه شبکه کي پانګه اچوي چي کابل اودافغانستان شمالي سيموته له ازبکستان څخه اخيستل سوي ده.

شټاين ماير په هرات کي
شټاين ماير په هرات کيانځور: AP

سربيره پردې آلمانيانو، له 2004 کاله راايسي 280000 وړو متصديانوته د130 مليونو يورو معادل پورونه د وړوتمويلونود بانک له لاري ورکړي دي.

دغه راز آلمان په شمالي ولايت بغلان کي، دجغوندرو دکرلو په پروژو کي مرستي سرته رسوی په 2006 ميلادي کال کي هلته د شکري د جوړولويوه فابريکه ترميم اوبيا توليدولوته چمتوکړل سوه،چي په راتلونکو کلونوکي به 12000 کارګرو اوکروندګروته د ژوندانه لپاره امکانات برابرکړي.

آلمان په افغانستان کي دښونکو دروزلو په ساحه کي مخکښ نقش په غاړه اخيستي دی. دجرمني حکومت د وينا له مخه تراوسه 230 لومړنۍ ښوونځۍ دوي په افغانستان کي جوړي کړي دي. په هرات کي چي دافغانستان دکلتوري مرکزونو له ډلي څخه دی، المان دلرغونو ودانيو اوتاريخي ځايونو په ترميم کي مرسته کوي. اويو ملي موزيم هلته جوړوي. دغه راز کيدای سي چي په کابل کي دبابر باغ، چي په 16مه مسيحي پيړۍکي جوړشوی دی بيرته ودان اوترميم سي.