1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان په شمال کي د چټک غبرګون قومانده په غاړه اخلي

۱۳۸۷ تیر ۱۰, دوشنبه

په دې کي هيڅ شک او ترديد نسته چي آلمانيان به د چټک غبرګون د ځواکونو په چوکاټ کي په ښه توګه خپله پوځي وړتيا وښي

https://p.dw.com/p/ETTM
د جرمني د چټک غبرګون ځواک
د جرمني د چټک غبرګون ځواکانځور: AP

د آلمان د پوځ يو واحد په افغانستان کي د چټک غبرګون د ځواک قومنده په غاړه اخلي. د غه قومنده تر اوسه پوري د افغانستان په شمال د آيساف ځواکونو په سيمه ايزه قومندانۍ کي دناروېژي ځواکونو په غاړه وه.

په افغانستان کي د سوله ساته مرستندويه ځواک قوماندان جنرال دیوید مک کیرنان، ويلي چي: « په دې کي هيڅ شک او ترديد نسته چي آلمانيان به د چټک غبرګون د ځواکونو په چوکاټ کي په ښه توګه خپله پوځي وړتيا وښي »

مک کيرنان چي تر دې د مخه په اروپا کي د امريکايي ځواکونو قومانداني چي مقر يې د آلمان د هایدلبرګ په ښار کي دی، په غاړه درلود، د ننه په آلمان کي په افغانستان کی د هغه هيواد د پوځ د ماموريت له بحثونو څخه پوه دی.

د آلماني پوځ د چټک غبرګون کنډک
د آلماني پوځ د چټک غبرګون کنډکانځور: AP

خو بيا هم هغه هيله مندي ښوولې چي په آلمان کي خلک په دې پوه دي چي په افغانستان کي ثبات او امنيت د آلمانیانو لپاره هم پرېکړنده اهمیت لري .»

د هغه رپوټ له مخه چي تيره اونۍ پنتاګون يا د امريکا د دفاع وزارت د هغه هيواد پارلمان ته د افغانستان د امنيت او ثبات په اړه وړاندي کړی ، چي په هغه کي د ليکل سوي وه چي وسلوال طالبانو اوس د افغانستان شمالي سيمو ته خپل د بريدونو لمن پراخوي. د شمال د سيمه ايزي قومندانۍ قومندان برید جنرال ديتر دمياکوب په عقيده په شمال کي د دې ډول ګواښونو کچه ډيره ټيټه ده. د چټک غبرګون ځواک ددې سيمي د غوښتنو په وړاندي سمبال دي.

د نړيوال سوله ساتي ځواک لوي درستيز، تورن جنرال هانس لوتار وویل چی : د آیساف هره سيمه ایزه قومانداني د چټک غبرګون د ځواک يوه ټولۍ لري او زياته يې کړه چي، د آلماني پوځ لپاره هم دغه ډول دندي نوي نه دي. هغه په دې مانا چي ددې 205 تنو دندي له جملې څخه يوه هم د ليري واټنونو څخه په ډير چټکۍ سره ځواکونه هلته رسوي، چيري چي په هغه وخت کي هغوی ته اړتيا وي .»

آلمان په دې سره يوار بيا وښوول چي په افغانستان کي خپلو فعاليتتو ته نوره هم پراختيا ورکوي.