1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان په کليو کي ۳۰۰۰ پروژې تمويل کړي

۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د کليو د بیا رغوني او پراختيا وزارت وايي چي آلمان د دغه هيواد د کليو د بيا رغوني په حياتي پروژو کي ستره برخه اخيستې ده. «آلمان په کليو او بانډو کي خلکو ته د څښاک پاکي اوبه او لمريزه برېښنا برابره کړې ده.»

https://p.dw.com/p/1G1gF
انځور: picture-alliance/dpa

د دغه وزارت چارواکي وايي چي آلمان په تيرو ۱۳ کلونو کي يوازي د ملي پيوستون پروگرام په چوکاټ کي ۹۰ ميليونه يورو مرسته کړې ده چي په کليو کي د فقر د کمښت سبب سوې ده.

دغه پيسي د کليو د پلچکانو، دوهمه او دريمه درجه سړکانو په جوړولو او لمريزي برېښنا د برابرولو په نژدې ۳۰۰۰ کوچنيو پروژو کي مصرف سوي دي.

د افغانستان د کليو د بيا رغوني او پراختيا وزارت مطبوعاتي سلاکار اکبر رستمي په کابل کي دويچه ويله ته ويلي دي چي د آلمان سفير او د دغه هیواد د «GIZ» او «GTZ» موسسو ژمنه کړې ده چي خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

د رسمتي په خبره يادي موسسې همدا اوس په بلخ، سمنگان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولايتونو کي د ملي پيوستون پروگرام په چوکاټ کي پروژو تمويلوي.

آلمان تير مېلادي کال اعلان وکړ چي تر ۲۰۱۶م کاله پوري به هر کال له افغانستان سره ۴۳۰ ميليونه يورو پراختيايي مرستي کوي.

د آلمان د پراختيايي چارو وزير گرد مولر ويلي ول چي دغه پيسې به د کرهڼي، اوبو او انرژۍ او روغتيايي خدماتو د تامين په برخه کي مصرفيږي.

آلمان پر دې سربيره د افغان امنيتي ځواک د روزني په برخه کي ستره ونډه لري.