1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د افغانستان څخه سرتیري راوباسي

۱۳۹۰ آبان ۲۰, جمعه

آلماني چارواکو د پنجشنبې په ورځ د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د راویستلو د مهال ویش د پلان څخه پرده پورته کړه. د دغه پلان له مخې به آلمان په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې افغانستان څخه خپل ۹۵۰ سرتیرې راوباسي.

https://p.dw.com/p/138rl
آلمان د افغانستان څخه په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ۹۵۰ سرتیر راباسي
آلمان د افغانستان څخه په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې ۹۵۰ سرتیر راباسيانځور: picture alliance/dpa

په آلمان کې د تر سره شوو سروې ګانو څخه دا خبره څرګنده شوې چې آلمانان د افغانستان څخه د خپلو پوځونو د راویستلو غوښتونکي دي. ځکه نو د میرکل حکومت تر سختو فشارونو لاندې وو ترڅو د افغانستان ماموریت ته د پای ټکی کیږدي.

په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت څخه لس کاله تیریږي. خو د راتلونکې کال په پیل کې به په افغانستان کې د میشتو آلماني سرتیرو په شمیر کې د لمړي ځل لپاره کموالې راشي او په لمړي قدم کې به له دغه هیواد څخه ۴۵۰ آلماني سرتیري وایستل شي. وروسته به بیا ۵۰۰ نور آلماني سرتیر خپل هیواد ته ستانه شي.

افغانستان څخه د ځواکونو د راویستلو مهال ویش د بهرنیو چارو د وزیر، ګیدو ویستر ویله، او د دفاع وزیر، توماس دیمیزیر، د آلمان پارلمان ته وړاندی کړ. ویستر ویله په خپلو خبرو کې وویل:

«لس کاله کیږي چې موږ په افغانستان کې میشت یو خو نه شو کولای چې نور لس په افغانستان کې پاتې شو. په همدې وجه د آلمان د حکومت او زما هدف دا دی چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه خپل ټول جنګي سرتیري له افغانستان څخه راوباسو.»

د آلمان د حکومت مخالف ګوندونه غواړي چې په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموریت ته د پاې ټکی کیښودل شي، خو پر حکومت باندې نیوکه کوي چې په دې برخه کې یې لا عملي ګامونه نه دي اخیستي.

د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند پارلماني مشر، فران ولټر شټاین مایر، چې په پخواني حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر وو له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د راویستلو پلان تأید کړ. هغه وویل چې حکومت باید په دغه برخه کې عملا اقدام وکړي.

په پارلمان کې د حکومت بل مخالف، د شنو ګوند د حکومت له وړاندي شوي پلان څخه راضي نه دی او واي چې دا کفایت نه کوي. د شنو د ګوند پارلماني مشر، یورګین تریټین، وویل:

«مونږ په دې عقیده یو چې په ۲۰۱۲م کال کې دې د سرتیرو شمیر ۳۹۰۰ تنو ته راټیټ شي.»

آلماني چارواکو ویلي دي چې کابینه به په راتلونکي میاشت کې پارلمان ته یو غوښتنلیک وړاندې کړي چې د جنوري په میاشت کې د پوځونو د نوي شمیر په سر پریکړه وکړي.

المان دا وخت په افغانستان کې ۵۳۵۰ سرتیري لري چې د ۱۲ میاشتې تر مودې وروسته به د دغه سرتیرو شمیر ۴۴۰۰ تنو ته راټیټ کړای شي.

اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعو جهش