1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د افغاني عسکرو روزنه يو پر درې ډيرو

۱۳۸۷ تیر ۱۳, پنجشنبه

د جرمني د دفاع د وزير په عقيده د په افغانستان کي د ثبات د راوستلو لپاره بايد تر هرځه لومړی د هغه هيواد اردو او پوليس و روزل سي

https://p.dw.com/p/EVb6
د جرمني د دفاع وزير فرانس يوزيف يونګ
د جرمني د دفاع وزير فرانس يوزيف يونګانځور: AP

د آلمان د دفاع وزير فرانس يوزف ويلي دي چي دغه هيواد په پام کي لري چي د افغانستان دعسکرو او پوليسو روزنه یو پر درې ډيره کړي.

د جرمني دمسيحي ديموکرات ګوند غړي يونګ د چهارشنبې په ورځ دنورد راين وستفالين دايالت په نورد کيرشن کي ويلي دي چي: په مجموعي توګه به په 2009 عيسوي کال کي 7500 افغان عسکرو ته زده کړي ورکړي.

د آلمان د دفاع وزارت سر بير پر هغه چي په مني کي په پلان کي لري چي افغانستان ته نور 1000 تنه عسکر ولېږي د جولای د مياشتي په لومړۍ نېټه يي د افغانستان په شمال کي د چټک غبرګون د ځوان قومانده هم په غاړه واخسته.

يونګ په نورد کيرشن کي د هالنډ د دفاع له وزير آيمرت فان ميدلکوپ سره دهغه رسمي ګذشت کتنه وکړه چي، په مونسترکي د دواړو هيوادونو دګډپوځ د قوماندان جنرال تونی فان ديپن بروګه د خداي پامانۍ په وياړ جوړ شوي وه. نوموړي 57 کلن هالنډي جنرال د عسکرۍ څخه استعفا وکړه او وروسته لدې به په دنهاګ کي د هالنډ د دفاع په وزارت کي دملکي مامور په حيث کار وکړي.

د جرمني د پوځ يو کنډک
د جرمني د پوځ يو کنډکانځور: AP

جنرال فون ديپن بروګه مخکي د ناټو دځمکنيو قواوو دبريدکونکي واحد قومانداني له شپږ مياشتني خدمت وروسته فرانسوي جنرال کريستيان دامي ته په ليل کي سپارلي وه.

نوموړي تورن جنرال څرګنده کړې چي دنوردراين وستفالين دايالت داپوځي واحد بديل نلري، او بل هيڅ یو پوځ يي ځای نه سي نيولای. ده زياته کړه چي داپوځي کنډک مړ سوی نه دی ، او بايد هم ژوندی پاته سي، پر نوموړي کنډک باندی په دې خاطر نيوکي سوي وې چي، د شمالي اطلس دفاعي تړون، ددې کنډک د په نظر کي نيول سوي شمېر لپاره نور پوځ نسوای برابرولای.

فان ديبن برګه څرګنده کړې ده چي دشمالي اطلس د دفاعي تړون د غړيو هيوادونو څخه يوڅه ددوی له توانه څخه زيادتره تقاضا کيږي. خوسره له هغه هم بايد داممکنه وي چي دتعرضي کنډک لپاره 25000 عسکر وګماري.

د ناټو دې عسکروته دازده کړي ورکړل سوي دي چي، د اړتيا په وخت کي د نړۍ په بحراني سيموکي، په ډير لنډ وخت کي په خدمت وګمارل سي.