1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د افغاني پولیسو د روزنې په برخه کې ښې لاسته روړنې لرو

۱۳۹۰ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د آلمانې صاحب منصبدارانو په وینا دوي د عامه ګټې اخیستنې په بیلا بیلو پراختیایې پروژو او بیا په ځانګړی توګه د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې ډیرې لاسته روړنې لري.

https://p.dw.com/p/13NLv
افغان پولیس د روزنې پرمهال
افغان پولیس د روزنې پرمهالانځور: AP

په مزارشریف کې د آلمان د پولیسو له اکاډمې څخه د لومړی دورې افغان ساتمنان فارغ او د فراغت سندونه یی تر لاسه کړل.

په شمال کې د آلمانې ځواکونو چارواکي وایي چې په تیرو لسو کلونو کي د دوي پر وړاندې د موجودو ننګونو سره سره دوي په افغانستان او بیا په ځانګړې توګه د دغه هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې ښې لاسته روړنې لري.

په شمال کي د آلمان د پولیسو د اکاډمې د پروژې مشر، شټیفن ټیله، په مزارشریف کې د مارمل کمپ د ملي پولیسو د اکاډمې د ساتنمنانو د فراغت پر محال وویل هغه افغان پولیس چې د المانیانو لخوا په مسلکي ډول روزل شوي دي د ښه ماموریت توان لري:

« دغه فراغت د افغانستان لپاره یو ستره ورځ او د امینتي واګو د اخیستلو لپاره یو لوي او پرمخ تللې ګام دی. له نیکه مرغه د دغو پولیسو د اتو اونیو روزنه په بریا سره پای ته ورسیده. دا د افغان دولت لپاره یوه غټه لاس ته راوړنه ده او د پولیسو روزنه به همدا شان دوام ومومي.»

په کابل کې د پولیس د فراغت د مراسو یو انځور
په کابل کې د پولیس د فراغت د مراسو یو انځورانځور: AP

نوموړي وویل که څه هم دا د ملي پولیسو له اکاډمې څخه پنځمه دوره ده چې فارغیږي خو په خپله د آلمان د اکاډمې له روزنیز مرکز څخه لومړې دورده چې په مستقیمه توګه په خپله د آلمانیانو لخوا وروزل شوه.

د افغان پولیسو دغه ستر مرکز په روان میلادي کال کې د ۲۴ ملیونه یورو په لګښت د آلمان د هیواد لخوا جوړ شوې دی.

هغه زیاته کړې، سره له دې چې تر ۲۰۱۴ کاله آلمانې سرتیرې له افغانسان څخه وځي خو پوځي روزونکي به یې په افغانستان کې پاتی وي تر څو د سلاکارانو په توګه د پولیسو په اکاډمیو کې د افغان همکارانو سره په ګډه د پولیسو په روزنه کې مرسته وکړي.

د پولیسو د روزنې د پروژې مشر ښآغلې شټیفن وایي سربیره پر دې چې جرمنې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د افغان ځواکونونو په روزنه کې له افغانسان سره مرسته کوي خو په ملکي برخو کې به هم دغه هیواد یوازې نه پریږدي.

له بلې خوا هغه افغان سرتیري چې د الماني روزونکو له خوا روزل شوي په داسی حال کې چې دغه فراغت د خپل ځان، کورنۍ او هیواد لپاره ستر ویاړ بولې او هیواد ته د ښه خدمت هوکړه کوي.

آلمان د افغا نستان په دریو غټو ولایتونو بلخ، کندز او بدخشان کې د پولیسو رورنیز مرکزونه لري چې په افغانستان کې د آلمان د ماموریت د پیل راهیسې له دغو مرکزونو څخه تر ۳۰ زرو افغان پولیسو فارغ او اوس مهال په سل ګونو پولیس په کې په مسلکي زده کړو بوخت دي.

عبدالحمید صافی/ مزارشریف
کتونکې/ شمس الرحمان ناصر