1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د افغانانو د دوسیو په اړه پریکړې بیا پیلیږي

۱۳۹۶ شهریور ۳, جمعه

د مهاجرینو له پاره د آلمان فدرالې ادارې، د افغانستان د سخت امنیتي وضعیت له کبله، د دې هیواد د کډوالو د دوسیو پریکړې ځنډولې وې. خو د امنیتي وضعیت تر نوې څیړنې وروسته، په پلان کې ده چې دغه اداره خپل کار بیا پیل کړي.

https://p.dw.com/p/2iqaf
Deutschland Thomas de Maizière
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې تر هغه وروسته چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو نوي روپوټ وړاندې شو، د مهاجرو له پاره د آلمان فدراله اداره د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو په اړه پریکړې پیلوي.

دې ادارې تر دې مخکې هم د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د څیړنې بهیر جاري ساتلی وو، خو اعلان یې کړې یې وو چې د بهرنیو چارو وزارت د یوې امنیتي ارزونې د پایلو تر خپریدو پورې د دغه راز دوسیو په اړه وروستۍ پریکړې یې ځنډولې وې.

خو اوس دغه ارزونه چمتو شوې ده. دیمزیر وویل چې حکومت به د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په سیاست کې کوم بدلون را نه ولي خو زیاته یې کړه: «موږ پوهیږو چې په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی.» خو په خبره یې ده یوه محدود چوکاټ له مخې کیدای شي چې افغان رد شوي پناه غوښتونکي خپل هیواد ته واستول شي.

د یوه محدود چوکاټ له مخې اخراج

د افغانستان وضعیت له کلونو راهیسې د اندیښنې وړ دی. په دې هیواد کې وخت ناوخت ځانمرګي بریدونه ترسره کیږي. د روان کال د مې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې د آلمان سفارت ته نزدې یو خونړۍ ځانمرګی برید وشو چې ډیره مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړه.

تر دې پیښې وروسته د آلمان حکومت او د دې هیواد ایالتونو د افغانانو اخراج یوازې درو ډلو ته محدود کړ: مجرمان، خطرناکه وګړي یعنی هغه کسان چې د پولیسو له نظره کیدای شي ترهګریز بریدونه ترسره کړي او هغه پناه غوښتونکي چې د خپل هویت د تشخیص په موخه په سرسختانه ډول له هر ډول همکاري ډډه کوي.

تر دې برید وروسته د آلمان د مهاجرت ادارې همداراز د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو په اړه خپل دریځ د یوې لنډې مودې له پاره بدل کړ او په اړه یې وروستی پریکړې وځنډولې.

Demonstration Köln gegen Abschiebung nach Afghanistan Menschenrechte
له آلمان څخه د رد شوو مهاجرینو پرضد په دې هیواد کې افغانانو ګڼ شمیر لاریونونه هم کړيانځور: DW/R.Shirmohammadil

«آلماني مسئولین کافي معلومات نه لري»

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت نزدې دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یو سري رپوټ وړاندې کړ. د آلمان خبري آژانس ویلي دي چې په دې رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې څخه په ۲۷ کې یې د دې امکان شته چې طالبان او نورې یاغي ډلې پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندې برید وکړي خو د افغانستان ځايي اوسیدونکي د چندان ګواښ سره مخامخ نه دي.

د دې رپوټ په پام کې نیولو سره د افغانستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه دې نتیجې ته رسیدلي دي چې دې هیواد ته د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د مخنیوي له پاره هیڅ کوم دلیل شتون نه لري.

خو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیګمار ګبریل او د کورنیو چارو زیر توماس دیمزیر، په یوه ګډ لیک کې په دغه روپوټ کې د امنیتي وضعیت توضیح نامکمله بللې ده. دغو دوو وزیرانو ویلي دي چې د افغانستان د وضعیت په پام کې نیولو سره نه شي کیدای چې ډیری پوښتنو ته ځوابونه پیدا شي. دغو دوو وزیرانو همداراز لیکلي دي چې په سیمه کې د آزادو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره تقریبا هیڅ امکان شتون نه لري.

د مشخصو ډلو اخراج

په داسې  حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، اعلان کړی دی چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابیدو له کبله به په دې هیواد کې خپل پوځي ماموریت پراخ کړي، د آلمان حکومت ویلي دي چې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج د درولو له پاره هیڅ کوم دلیل نه ویني.

دیمزیر وویل: «تیر کال څه نا څه ۳ زره کسان په خپله خوښه له آلمان څخه افغانستان ته ستانه شول.»

هغه همداراز روښانه کړه چې آلمان د افغان پناه غوښتونکو اخراج هغو کسانو ته محدود کړی دی چې کیدای شي ترهګریز بریدونه ترسره کړي، جرم یې کړی وي او یا هغه کسان چې د خپل هویت په مشخصولو کې مرسته نه کوي.

دیمزیر روښانه کړه چې له وروستۍ ډلې څخه هدف هغه کسان دي چې خپل نوم وخت ناوخت بدلوي، ناسم معلومات ورکوي او په اګاهانه توګه د خپل هویت د تشخیص په اقداماتو کې همکاري نه کوي.

په کابل کې د آلمان پر سفارت باندې تر برید وروسته، افغانستان ته د رد شویو پناه غوښتونکو بهیر دریدلی دی، خو د کورنیو چارو وزیر روښانه کړه چې د دې موضوع دلیل دا ده چې په کابل کې د آلمان سفارت نه شي کولی د دې بهیر اداري چارې پر مخ یوسي. د آلمان فدرال حکومت غواړي چې ژر بیرته افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ پیل کړي.

پر ورته موضوع انځوریز البوم: