1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له اقلیم ساتنې سره مالي مرستې کوي

عبدالباري حکیم (دویچه ویله)۱۳۹۳ تیر ۲۴, سه‌شنبه

په برلین کې د نړۍ د ۳۵ هیوادونو استازي سره غوند شوي چې د اقلیم ساتنې د یو تړون پر سره بحث او خبرې وکړي. وخت په تیریدو دی ځکه د پخوانیو ژمنو له مخې تر ۲۰۱۵ کال پورې باید دغه تړون بشپړ او تصویب شي.

https://p.dw.com/p/1Cd1g
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل وایي چې د اقلیم ساتنې له پاره د نړیوالو خبرو اترو پرمختگ چې په تیرو کلونو کې له خنډونو سره مخامخ وې ډیر ورو روان دی. مرکل په برلین کې د پیترزبرگ په نامه د اقلیم په اړه غونډې په پرانیستونکو مراسمو کې وویل چې په همدی وجه په دغو خبرو اترو کې ټول گډونکي ستر ځغم او چمتوالي ته اړتیا لري: «هر ډول ځنډ په لوړې بیې تمامیږي.»

صدارعظمې میرکل په خپلې وینا کې وویل چې د هغې هیواد د ۲۰۱۴ کال په بودجه کې د «زرغون اقلیم مالي صندوق» له پاره تر ۷۵۰ میلیون یورو پورې مرسته په پام کې نیولې ده. آلمان لومړنی هیواد دی چی په نوموړي صندوق کې پیسې اچوي. له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته باید هر کال۱۰۰ میلیارد امریکایي ډالر چمتو اوسي ترڅو په خاصه توگه د پراختیا په حال کی هیوادونو کې د چاپیریال ساتنې پر بنسټ ولاړ انرژی د ودې او د کاربن دای اکساید له کمولو سره مرسته وشي. میرکل یادونه وکړه چې هغه اوس انتظار لري چې نور هیوادونه هم په نوموړي صندوق کې خپلې مالې ونډې واچوي.

نړۍ باید په عمل لاس پورې کړي

د یوه نړیوال الزامي تړون له پاره وخت په تیریدو دی. د چاپیریال ساتنې د کیتو - د پرتوکول په برخه کې د اروپا د اتحادیې تر څنگ د نړۍ ډیر لږ هیوادونه د نړیوال چاپیریال ساتنې او اقلیم ساتنې له پاره هڅه کوي. دغه پلان شوی نوی نړیوال تړون نه یوازې صنعتي بلکې غیر صنعتي او د پراختیا په حال کې هیوادونه هم مکلفوي چې د کاربن دای اکساید د کمولو له پاره په اړینو اقداماتو لاس پورې کړي.

د زرغونې سولی د اقلیم ساتنې سازمان مشر مارتین کیزر، د آلمان په شمول د اروپا د اتحادېې غړي هیوادونه هم تر نیوکو لاندې نیسي چې د اقلیم ساتنې له پاره د خپلو کړو ژمنو پر خلاف عمل کوي. کیزر له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «اروپا په ناهیلې کوونکي وضعیت کې قرار لري. دی وضعیت ته باید بدلون ورکړای شي. د اروپايي ټولنې نوی کمیسار باید د اقلیم ساتنې په چوکات کې بدلون رامنځ ته کړي او بریتانیا، آلمان او فرانسه چی د پاریس په راتلونکي کنفرانس کې محوري نقش لري یو ډیر مهم هدف ته وهڅوي چې د بیا استفادې وړ انرژۍ، اقلیم ساتنې او د اغیزمنې انرژی له پاره په عمل لاس پورې کړي.»

د زرغونې سولې د اقلیم ساتنې نوموړي مشر یادونه وکړه چې د کاربن دای اکساید ستر تولیدونکي هیوادونه لکه چین او امریکا متحده ایالات باید خپل مسوولیت ته ځیر شي چې د هغوی صنایع څومره اقلیم ته تاوان اړولی دی: «داسې ښکاري چې دغه دواړه هیوادونه باید د پاریس د ۲۰۱۵ کال په کنفرانس کې د اقلیم ساتې د یوې موافقې له پاره هڅه وکړي. چین خپل همدا اوس په خپلو سترو ښارونو کې له ملوثې او ککړې هوا سره لاس او گریوان دی.»

د پیترزبرگ د اقلیم دیالوگ هدف

دا پنځم ځل دی چې د پیترزبرگ د اقلیم دیالوگ چې د کوپنهاگن د ۲۰۰۹ کال د اقلیم د سرمشرییزې له ناکامۍ څخه وروسته د آلمان په نوښت جوړ شو، دایریږي. په دغه دیالوگ کې الزامي تصمیمونه نه نیول کیږي. په خپلې دوه ورځنې غونډه کې د نړۍ د ۳۵ هیوادونو استازي سره غونډ شوي دي چې په کوچنیو جرگه گیو کې د خپلو اړوندو هیوادونو د پروگرامونو په هکله نظریات سره تبادله کړي او د اقلیم ساتنی د نړیوال تړون د بشپړیدو له پاره د حل لارې چارې ولټوي.

پر دغه مسوده شوي تړون باندې په راتلونکي میلادي کال کې په پاریس کی د ملگرو ملتو د اقلیم ساتنې په کنفرانس کې بحث او خبرې کیږي او وروسته تصویبیږي. له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته هغه باید نافذ شي. ټاکل شوی هدف دا دی چې د ځمکې د تودوالې درجه د ۱۹۹۰ کال په پرتله په اعظمي توگه تر دوو درجو سانتي گرید پوری محدوده وساتله شي. د پاریس له غوندې څخه مخکې د روان کال د دسمبر په میاشت کی په لیما کې یوه بله سرمشرییزه دایریږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب