1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د څارنیزو پروګرامونو په لومړیتوبونو کې

شمس الرحمان ناصر (آژانسونه)۱۳۹۲ مرداد ۲۰, یکشنبه

آلمانۍ «دیر شپيګل» ورځپاڼې د شنبې په ورځ په یوه رپوټ کې لیکلي دي چې اروپايي ټولنه د امریکا د ملي امنیت [استخباراتي] ادارې یا «NSA» څارنیزو پروګرامونو د لومړیو هدفونو په ډله کې وه.

https://p.dw.com/p/19Nb2
Bildnummer: 59982415 Datum: 03.07.2013 Copyright: imago/Christian Ohde Kopfhörer mit USA-Fahne auf einem Tisch, Symbolfoto Abhörskandal Prism Symbolfoto Abhörskandal USA xcb x0x 2013 quer Abhörprogramm Abhörprogramme Computerprogramm Computerprogramme Datensammlung Kontrolle NSA Prism Spionage Spionageprogramm Spionageprogramme Spähprogramm Spähprogramme Symbolbild Symbolbilder Symbolfoto Symbolfotos ausspähen kontrollieren online spionieren von Späh-Skandal Spähaktion Spähaktionen Abhörskandal Abhörskandale Abhör-Skandal abhören Kopfhörer mithören Zahlencode binär binärer Binärcode USA-Fahne US-Fahne Fahne Flagge 59982415 Date 03 07 2013 Copyright Imago Christian Ohde Headphones with USA Flag on a Table Symbolic image Wiretapping scandal Prism Symbolic image Wiretapping scandal USA x0x 2013 horizontal Computer program Computer programs Data collection Control NSA Prism Espionage Symbol image Symbol Pictures Symbolic image Icon photos Spying control Online Spy from Scandal Wiretapping scandal Interception Scandal Interception Headphones Listening Numeric code binary binary Binary code USA Flag U.S. Flag Flag Flag
Symbolbild USA Prism NSA Abhörskandalانځور: imago/Christian Ohde

«دیر شپيګل» د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې په ۱۰ نیټه) لیکلي دي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې یو نوملړ چې د روان کال د اپریل په میاشت کې جوړ شوې وو ښيي چې آلمان د یوه متوسط هدف په توګه د امریکا د استخباراتي سازمان له خوا طبقه بندې شوې دی.

دغې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې زیاته کړې ده چې د خپرو شویو اسنادو پر بنسټ، هیوادونه له یوه (لوړ استخباراتي ارزښت لرونکي هیوادونه) څخه تر پنځو (ټیټ استخباراتي ارزښت لرونکي هیوادونه) پورې طبقه بندي شوې دي.

د استخبارتي ارزښت له مخې آلمان په دې نوملړ کې د فرانسې او جاپان په سیر په منځینۍ درجه کې راغلی دی. دا په داسې حال کې ده چې آلمان په دغه نوملړ کې تر ایټالیې او هسپانيې په لوړه درجه کې ځای لري. د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر بسټ چین، روسیه، شمالي کوریا، پاکستان او افغانستان د امریکا متحده ایالاتو له پاره تر ټولو لوړ استخباراتي ارزښت لري.

دیر شپيګل وړاندې لیکي چې د دغو هیوادونو مختلف بخشونه هم د لومړيتوب پر اساس طبقه بندي شوې دي. د بیلګې په توکه په آلمان کې بهرنی سیاست او اقتصادي ثبات په دریمه کټه ګوري کې، د وسلو صادرات، نوې ټکنالوژي او نړیواله سوداګري په څلورمه ګټه ګوري کې، د آلمان د جاسوسۍ ضد پروګرام او د امریکا پر بنسټونو باندې د دغه هیواد د سایبري یا انترنتي بریدونو باالقوه وړتیا په پنځمه کټه ګوري کې طبقه بندي شوې ده.

د دغې ورځپاڼې د رپوټ پر اساس آلمان یو له هغو ۳۰ هیوادونو څخه دی چې په دریمه کټه ګوری کې طبقه بندي شوی دی. اروپايي ټولنه هم د امریکا د استخباراتي سازمان یو له مهو هدفونو څخه ده چې د لومړیتوب پر اساس په دریمه درجه کې ځای لري.

دیر شپیګل دغه رپوټ د هغو اسنادو پر اساس خپور کړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت [استخبارتي] ادارې پخواني کارکوونکي ادوارد سنودن، افشا کړې ول. د دغو اسنادو افشا کیدل د امریکا متحده ایالاتو د ملي استخاراتي ادارې پر ضد نړیوال حساسیتونه راوپارول.

۳۰ کلن سنودن د امریکا استخبارتي معلوماتو تر بربنډولو وروسته له دې هیواد څخه په تیښته وتوانید. هغه لومړی هانګ کانګ او بیا روسیې ته ولاړ. سنودن اوس په روسيې کې د یوه کال له پاره د پناهندګي اسناد ترلاسه کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب