1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د امنيت د شورا غير دايمي غړی شو

۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبه

د بهرنيو چارو وزيروسترویله: «مونږ خوښ يو له دی تصميم سره چي په نړي کی د سولي او امن د ټينګښت، د چاپيريال ساتني او پرمختيا، د وسلو د کمولو او د هستوي وسلو د پراخيدو د مخنيوي لپاره خپلی هڅی نوری هم پياوړي کړو»

https://p.dw.com/p/Pcs1
په نیویارک کی د امينت شورا کوټه
په نیویارک کی د امينت شورا کوټهانځور: cc-by-sa-Patrick Gruban

د ملګرو ملتو عمومي اسامبلي آلمان د دو کلونو لپاره د امنيت د شوري د غړي په توګه وټاکه.

د آلمان فدرالي جمهوريت د نوموړي اسامبلي د ټاکنو په لومړي پړاو د غړيتوب لپاره دوه پر دريمه رايي تر لاسه کړي.

په عمومي اسامبله کي په ټاکنو کي د آلمان د برياليتوب څخه وروسته د د دغه هيواد د بهير چارو وزير، ګيدو وستر ويلي په نيويارک کي خبريالانو ته وويل:

«مونږ خوښ يو چي په نړي د سولي او امن د ټينګښت، د چاپريال ساتني او او پرمختيا، د وسلو د کمولو او دهستوي وسلو د پراخيدو مخنيوياو دغه راز ارزښتونو پر محور وللړ يو بهرني سياست لپاره زمونږ هڅي اوس د امنيت په شورا کي به پور قوت سره دوام پيدا کړي.»

آلمان د190 ورکړاي شوو راييو څخه 128 تر لاسه کړي چي يوه راييه د اړتيا وړ راييو څخه لا زياته هم وه.

د امنيت د شورا د غير دايمي غړيتوب لپاره د لويديځي نړي په ډله دوه نور کانديد هيوادونه، کانادا او پرتګال ؤ، هغوي بايد د ټاکنو په يو دوهم پړاو کي سره سيالي کړي واي . خو وروسته کانادا خپل کانديتوب څخه صرف نظر وکړ. په دي ترتيب سره لويديځ اروپا له خپلو دو دايمي غړو، فرانمسه او بريتانيا د امنيت په شورا کي د يو غښتلي قوت په توګه سر را پورته کوي. خو د آلمان د بهرنيوچارو وزير وويل: «مونږ د امنيت په شورا کي د کار پر شفافيت باندي ټينګار وکړو او مونږ په ملګرو ملتو کي له ټولو غړو سره همکاري ته چمتو يو.»

د نوي ميلادي کال څخه لږ څه مخکي به آلمان د امنيت په شورا کي خپله څوکي اشغال کړي. غير دايمي غړي د شورا د ويتو يا فسخي صلاحيت نه لري، دا صلاحيت يواځي دايمي غړ ته ورکړ شوي دي.

په بل ګروپ کي هند، کولمبيا او جنوبي افريقا د امنيت د شوراي د غير دايمي غړو په توګه وټاکل شول.

د امينت شورا پنځه دايمي غړي لري چي د امريکا متحده ايالاتو، روسيي، فرانسي، بريتانيا او چين څخه عبارت دي. د هغي شورا غير دايمي غړي هم پنځه دي چي هر دو کال د ملګرو ملتو د عمومي اسامبلي له خوا ټاکل کيږي.

د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل رومانيا ته د خپل سفر په ترڅ کي وويل چي د هغي تر مشري لاندي حکومت به د ملګرو ملتو په سازمان کي د يو لړ اصلاحاتو لپاره هڅي وکړي. آلمان ملګرو ملتو ته دريم ستر ونډه ورکونکو هيواد دي.