1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آلمان د تروریزم ضد مبارزه کې ترکیې ته د مرستې وړاندیز کړی

۱۳۹۵ آذر ۲۲, دوشنبه

د آلمان او ترکیې تر منځ دوې اړخیزي اړیکي اوس ډیري ښې نه دي. آلمان د ناټو په خپل دغه شریک هیواد کې د دیموکراسۍ کمزورۍ ته په اندیښنې سره گوري. خو آلمان د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې دغه هیواد ته د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

https://p.dw.com/p/2U7ZJ
Polen NATO Merkel und Erdogan
انځور: Getty Images/S. Gallup

د آلمان صدراعظمي انگلا ميرکل د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، ته د استانبول تر چاودونو وروسته د تروریزم پر ضد مبارزه کې د نزدې همکارۍ وړاندیز کړی دی. په برلین کې د حکومت ویاند ویلي دي چې انگلا مېرکل له اردوغان سره په تلیفوني خبرو کې د «غیر انساني برید» له قربانیانو سره خواخوږي څرگنده کړه. زیاته شوې ده چې د آلمان صدراعظمې او د ترکیې ولسمشر د تروریز پر ضد مبارزې د ژورولو پر سر توافق کړی دی.

همداشان د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین، او د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، دغه پیښه غندلې ده. شتاین مایر ویلي دي: «موږ دغه ترهگر برید په کلکه غندو او له خپل ترکي شریک سره په دغه ویر کې ځان شریک گڼو.» د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، هم خپله خواشینې څرگنده کړې ده.

آلماني اتباعو ته لارښوونه

په عین وخت کې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په استانبول کې ټولو آلماني اتباعو ته لارښوونه کړې ده چې په مؤقتي توگه په خپلو هوټلونو او یا د اوسیدو په ځایونو کې پاته شي.

د شنبې په ورځ د ترکیې په ستر ښار استانبول کې د غبرگو چاودنو په ترڅ کې ۳۸ انسانان ووژل شول، چې پکښې ۳۰ تنه پولیس ول. چاودنو تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان کړي هم دي. د دغو چاودونو مسئولیت «د کردستان د آزادۍ بازان» (TAK) نومې یوې کردۍ تندلاري ډلې پر غاړه اخیستی دی. دغې ډلې پر خپله انټرنیټ پاڼه د منع کړی شوي کردي کارگر گوند یا پي کې کې د مشر عبدالله اوجالان بندي کیدو او د ترکیې په سویل ختیځ کې په کردي میشتو سیمو کې پوځي عملیاتو ته اشاره کړې ده.

د اردوغان تورونه

د ترکیې حکومت دغه کردي ډله له پي کې کې، څخه یوه جلا شوې ډله بولي. خو د امنیتي کارپوهانو تر منځ دا موضوع شخړه ایزه ده چې په حقیقت کې د دغو دواړو ډلو تر منځ اړیکي څومره نزدي دي. اردوغان په تیرو وختونو کې پر آلمان باندې په مکرر ډول دا تورونه لگولي دي چې په آلمان کې یې د منع کړی شوي کردي کارگر گوند پي کې کې پر ضد کافي اقدامات نه دي کړي.

د استانبول بریدونو ته په غبرگون کې اردوغان د تروریزم پر ضد مبارزې د بیا نوې کولو اعلان کړی دی. هغه په استانبول کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «زما ملت او ولس باید ډاډمن اوسي: موږ به د تروریزم د مصیبت پر وړاندې تر آخره مبارزه وکړو.» هغه زیاته کړې چې عاملین به لوی تاوان ورکړي.

په یوه گډه اعلامیه کې واکمن محافظه پاله گوند اې کې پي، او د اپوزیسیون سي اچ پي او ام اچ پي، گوندونو پر وگړو باندي د یووالی غږ کړی دی. کردي پلوه اچ ډي پي، گوند هم په خپل وار سره دغه برید غندلی دی. د فوټبال لوبغالي مخې ته چې چاودنه شوې وه، د پي کې کې پر ضد لاریون هم شوی دی.

په پارلمان کې په اساسي قانون کې اصلاحات

دغه چاودني یوازي څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې واکمن گوند اې کې پي، پارلمان ته په اساسي قانون کې د اصلاحاتو راوستو هغه شخړه ایزه مسوده وړاندې کړه چې په څرگند ډول د ولسمشر واک لا پسې پراخوي. د اپوزیسیون له نظره دغه اصلاحات تر هر څه زیات د اردوغان شخصي واک پیاوړی کوي. خو حکومت بیا وایي چې د ولسمشرۍ څوکۍ قدرداني اړینه ده، څو د هیوا له باثباتۍ سره مرسته وکړي.

نور مطالب: