1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د تکنالوژي په مرسته د پناه غوښتونکو هویت معلوموي

۱۳۹۶ مرداد ۶, جمعه

د مهاجرت او پناهندګي په چارو کي د آلمان فدرالي اداره وايي چې د پرمختللو تکنالوژیو يوه داسي سلسله کاروي، چې د پناه غوښتونکو د دوسیو په څیړلو کې د پخوانیو اشتباو د تکرار مخه ونیوله شي.

https://p.dw.com/p/2hHmu
Registrierung von Flüchtlingen Fingerabdruck
انځور: picture-alliance/dpa/M. Reichel

د مهاجرت او پناهندګي په چارو کي د آلمان فدرالې ادارې یا (بامف) شعار دا دی چې د فرانکو ای، قضیه بیا تکرار نه شي. تیر کال د آلمان د پوځ د دغه سرتیري چې ښايي یو ښی اړخی افراطي وي، ځان په بریاليتوب سره د یوه سوریایي مهاجر په توګه ثبت کړی وو.

دغه پیښه د آلمان د بناهندګي ادارې له پاره له شرمه ډکه یوه موضوع وه. اوس نو چارواکي وایي چې له داسې تکنالوژیو څخه به کار واخلي چې په راتلونکې کې د دغه شان تيروتنو مخه ونیسي. له دغو تکنالوژیو څخه استفاده د روانې اوونۍ په پیل کې پيل شوې ده.

د دغو تکنالوژيو اساسي بخش د «ژبې د بیومتریک» په نوم یو داسې «سافت ویر» یا پروګرام دی چې کولای شي د یوه کس د پيدايښت اصلي ځای، د هغه ژبه او لهجه وارزوي. چارواکي ادعا کوي چې دغه پروګرام په نړۍ کې بې ساری دی.

د مهاجرت په برخه کې د آلمان د فدرال حکومت کمیسار فرانک یورګن وایزه، د دې کمپیوتري پروګرام د معرفي پر مهال وویل: «که واضیح خبري وکړم نو له دې پروګرام سره به نور موږ د فرانکو ای په شان پیښې و نه لرو.»

هغه زیاته کړه: «موږ [د دې پروګرام په مرسته] کولای شو چې روښانه کړو چې یو کس په دمشق کې فرانسوي خبري نه کوي او موږ به له هغوی څخه پوښتنه وکړو: ولې موږ ته دغه خبره کوئ؟»

د آلمان د مهاجرت او پناهندګي ادارې د تکنالوژي د څانګې مشر مارکوس ریشتر، په دې اړه وویل: «دغه پروګرام بیخې نوی او عصری دی. یعنې دا د لاسرسۍ وړ تر ټولو پرمختللې تکنالوژي ده.»

بله نوې تکنالوژي داسې یو پروګرام دی چې د کډوالو بایومتریک انځورونه پرتله کوي. دا پروګرام ځکه ډیر اهمیت لري چې په تیرو کلونو کې پناه غوښتونکو د آلمان په څو ښارونو کې ځان ثبتاوه او بیا یې له څو ځایونو څخه ټولنیزي مرستې ترلاسه کولې.

یو بل پروګرام هم جوړ شوی دی چې عربي نومونه په لاتینو حروفو په ستندرد ډول لیکي. د دې برنامې هدف په څو ډوله د یوه نوم له لیکلو څخه ډډه کول دي. د بیلګې په توګه په آلمان کې د تیر کال د کریسمس پر مهال د برید کوونکي انیس عامري، په برخه کې یوه ستونزه همدا وه چې نوم یې په بیلابیلو ډولونو لیکل شوی وو.

د پناغوښتونکو د دوسیو ګړندۍ څېړنه

دغه تکنالوژي د بامبرګ ښار د مهاجرت او پناهندګي په ادارې کې آزمویل شوې ده. په دې مرکز کې بایرن ایالت ته رسیدونکي کډوال ثبتیږي. اوس نو چارواکي غواړي په ټولآلمان کې دغه کمپیوتري پروګرام وآزمويي.

د زاکسن ایالات د کورنیو چارو وزیر او د آلمان د ايالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو د کنفرانس مشر مارکوس اولبریګ، وویل: «زه تمه لرم چې دغه تکنالوژي به په چټکۍ سره د آلمان په ټولو ۱۶ ایالتونو کې معرفي شي. زه سپارښنه کوم چې د کورنیو چارو وزیران په بامبرګ کې شوې تجربې په خپلو ایالتونو کې پلي کړي.»

نوې تکنالوژي د بیومتریک هویت د تشخیص نوې څانګه ده چې پکښې د ګوتې نښان هم شامل دی. د آلمان د مهاجرت او پناهندګي اداره وایي چې دغه تکنالوژي همدا راز د پناهندګي له سیستم څخه د سو استفادې مخه نیسي.

د آلمان د مهاجرت او پناهندګي ادارې مشر یوتا کروت، وویل: «زموږ فدراله اداره کولای شي د پناه د غوښتنلیکونو په اړه په ګړندیو پریکړو سره د [رد شویو کسانو] د بیا استولو په بهیر کې مرسته وکړي.»

اوس د پناه غوښتنلیکونو ته تر ټاکلي وخت يعني درو میاشتو لا په اوږده موده کې رسیدګي کیږي. پناه غوښتونکي د مصاحبې له يوه اوږد بهیره تیریږي چې پکښې د هویت او د زیږیدو ځای مشخصول هم شامل دي.

د آلمان چارواکي هیله لري چې له دغو پروګرامونو څخه کار اخیستل به د کډالو دوسیو ته د رسیدګۍ بهیر یو څه ګړندی کړي.

بې مفهومه که د اضافي معلوماتو منبع؟

منتقدین بیا شک لري چې دغه تکنالوژۍ دې د پناهندګې سیستم د ستونزو په حلولو کې ښه  گټور تمام شي. هغوی په دې برخه د فرانکو ای او انیس عامري بلګې ورکوي. د عامري د پناه غوښتنلیک په آلمان کې رد شوی وو، خو بیا هم دی خپل هیواد ته نه وو استول شوی.

د پیرات د ګوند ویاند فرانک هرمان، دویچه ویله ته وویل: «دغې تکنالوژۍ نه شوای کولای د عامري په قضیه کې بدلون راولي. د فرانکو ای په برخه کې، هغه هيڅکله هم عربي خبري نه وې کړې، او یوازې په فرانسوي غږیدلی وو. دغه پروګرام په رښتیا چې بې معنی دی.»

په عین حال کې د لهجو او ژبو د تشخیص په برخه کې د دغه پروګرام د کیفیت په اړه هم اندیښنې موجودې دي. دغه پروګرام د بانکدارۍ په سکتور کې کاریدونکي پروګرام ته ورته دی چې ډیر وخت پرې د اشتباهو له کبله نیوکې شوې دي.

خو چارواکي بیا وایي چې دغه پروګرام د امکاناتو پوره کوونکی دی او هیڅ وخت هم د انساني ارزونې ځای نه نیسي. وایزه وایي: «موږ دغه تکنالوژي یو مرسته کوونکی سیستم بولو. دا واضح خبره ده چې دغه پروګرامونه یوه کس ته داسې نښانې رسوي چې هغوی له پناه غوښتونکي څخه لا ډیرې پوښتنې وکړي.»

ریشتر زیاته کړه: «د نورو پروګرامونو په شان، د ژبې د تشخیص پروګرام یوازې د اضافي معلوماتو یوه منبع ده او کیدای شي چې د تناقضاتو د افشا کولو له پاره وکارول شي. دا مهمه ده چې تاکید وکړو چې دغه پروګرامونه یوازې له پریکړه کوونکو سره مرسته کوي.»

په هر صورت د کډوالو د دوسیو د څیړنې موده باید راکمه شي ځکه چې آلمان ته د تازه رسیدونکو کډوالو شمیر هم مخ پر کمیدو دی.

چس جفرسون/ م.ج.

زموږ له ارشيف څخه