1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د خپل ملي ټیم اتلولي ولمانځله

عبدالباري حکیم/ دویچه ویله۱۳۹۳ تیر ۲۳, دوشنبه

وروسته له ۲۴ کلونو آلمان یو ځل بیا د فوټبال د نړیوال جام اتل شو. په ټول آلمان کې دغه بریالیتوب د نوي کال په څیر د اور لوبو، جشنونو او نڅاوو سره ولمانځل شو. د آلمان ولسمشر او صدراعظمې دواړو خپل ملي ټيم ته مبارکی وویله.

https://p.dw.com/p/1CcT9
انځور: Matthias Kern/Bongarts/Getty Images

د آلمان د فوټبال ملي لوبډلې په برازیل کې د فوټبال د نړیوالې سیالۍ بریالیتوب تر لاسه کړ. د آلمان په دننه اوبهر کې له دغه بریالیتوب څخه مینه والو په جشونو او نڅاوو سره هرکلی وکړ. د یکشنبې په شپه د آلمان د سترو او کوچنیو ښارونو، ستدیمونه، سړکونه او پارکونه له خلکو ډک ول او د فوټبال لوبه یې د سترو تلویزیونو له لارې څارله.

د فوټبال د نړیوالو لوبو په تاریخ کې دا څلورم ځل دی چې آلمان د دغو لوبو اتل گرځي. د ۱۹۹۰ کال د پایلوبې په څير دا ځل هم ارجنتاین په وروستۍ سیالۍ کې د آلمان په مقابل کې د سیالۍ ډگر ته وتلی وو. د آلمان د ملي لوبډلې روزونکی یوآخیم لوویف، ښه پوهیده چې ارجنتاین له خپل ټول قوت سره هڅه کوي چې د ۱۹۹۰ کال تاریخ بیا تکرار نه شي، هغه وخت هم په ایټالیا کې په ورستۍ پایلوبه کۍ ارجنتاین د آلمان په مقابل کې ماته وخوړله. لوویف وویل:

« موږ ته له سره روښانه وه چې ارجنتاین په داسی یوه پایلوبه کې له خپل ټول قوت څخه کار اخلي. سخته آزموینه زموږ په مخکې وه. لوبغاړو له خپل بشري توان څخه زیات څه تر سره کړل. هغوی نن ډیرې خولې تویې کړې ترڅو دغه نړیوال جام له ځان سره خپل وطن ته راوړي.»

د لوبې بهیر

د برازیل د ریو دي ژینرو، د ښار په ستره لوبغالې کې د څه نا څه ۷۵ زرو نندارچیانو په مخکې د ارجنتاین او آلمان ملي لوبډلو، د سیالۍ له پیل څخه هجومي او دفاعي لوبه پیل کړه. دواړو ټیمونو ستر چانسونه وموندل چې د لوبې په لومړۍ او دوهمه نیمايي کې په خپله گټه سیالي پای ته ورسوي، خو هیڅ یوه سره هم بخت یاري ونه کړه. په همدې وجه لوبه وروسته له ۹۰ دقیقو د نیم ساعت له پاره وغځول شوه.

د غځول شوي وخت په لومړۍ نیمایي کې هم هیڅ کومه لوبډله ونه توانیده چې مقابل لوري ته ماته ورکړي. د آلمان د ملي ټيم ترینر مخکې له دې چې د لوبې اصلي وخت پای ته ورسیږي، د خپل ستر هجومي لوبغاړي میر سلاف کلوزه، پر ځای چې د ډيرو هڅو سره سره ونه توانید کوم گول ووهي، ځوان هجومي لوبغاړی ماریو گوتڅه، د سیالۍ ډگر ته واستاوه. د غځول شوي وخت د دوهمې نیمايي په ورستیو دقیقو کې گوتڅه، وتوانید چې د خپل گول وهلو سره د خپل ټيم پر سر د بریالیتوب تاج کیږدي:

Fußball WM 2014 Finale Argentinien Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa

له دې تاریخي گول څخه وروسته هم ارجنتایني لوبغاړو خپله روحیه له لاسه ور نه کړه او هڅه یې وکړه چې په وروستۍ شیبه کې د آلمانانو د گول ځواب ورکړي. د ارجنتاین ستر اتل لوبغاړي لیونل میسي، چی د فوټبال د طلايي پښې درلودلو لقب لري، هڅه وکړه چی وروسته له یو فاول څخه د لیرې واټن گول ووهي، خو هغه بریالی نه شو.

د لوبغاړو او سیاستوالو غبرگون

په برازیل کې د فوټبال د نړیوالو لوبو په ټولو سیالیو کې د آلمان د ملي لوبډلې گول ساتونکی مانویل نویر، ډیر ښه وځلید. هغه په ډيرو سختو شیبو کې خپل ټیم له ماتې څخه وژغوره. هغه ته د گول ساتونکي د سرو زرو نړیوال دست کش او دغه راز د ارجنتاین اتل لوبغاړي میسي ته د گول وهونکو د سر زرو نړیوال توپ ورکړل شول. مانویل نویر، وویل چې د دې بریالیتوب ویاړ ټولو ته رسیږی: «دا ځکه چې دا د ټيم گډه لاس ته راوړنه ده، آن د هغو لوبغاړو چې په دې لوبه کې ورته د گډون کولو زمینه مساعده نه شوه. هر هغه لوبغاړی چې د سیالۍ ډگر ته وتلی وو دا هوډ یې له ځان سره کړی وو چې خپل هدف ته باید ورسیږو.»

نه یوازې لوبغاړو او د فوټبال عامو مینه والو د آلمان له دې بریالیتوب څخه خوښي څرگنده کړه، بلکې د آلمان صدراعظمې انگلا میرکل او ولسمشر یواخیم گاوک، چی د ریو دې ژینرو د کوپا که بانا په ستره لوبغالې کې یې د پایلوبی ننداره وکړه خپل ملي ټيم او د فوټبال ټولو مینه والو ته مبارکي وویله. میرکل هر لوبغاړی په خپل غیږ کی ونیو او د هغوی له اتلولۍ څخه یې ستاینه وکړه.

د آلمان ولسمشر یواخیم گاوک وویل: « دغه لوبډله رښتیا هم چې د ستاینی وړ ده. د هغوی په منځ کې ځلانده ستوري موجود دي، خو هغوی ټولو د یوه ټيم په توگه په ډگر کې یو بل ته لاس ورکړ. نو په دې وجه زه ټولو ته د دې بریالیتوب مبارکي وایم.»