1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د طالبانو غوښتني بايد ونه منل سي

۱۳۸۶ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د آلمان په مرکزي پارلمان بوند يس تاگ کې د سوسيال ديموکرات گوند مشر ددې پلوي کړې چې په افغانستان کې د تښتول سوي آلماني انجينر د تښتونکو په وړاندي مقاوم پاته سي

https://p.dw.com/p/DKI1
د آلمان د سوسيال د يموکراتانو د گوند مشر پيتر شتروک
د آلمان د سوسيال د يموکراتانو د گوند مشر پيتر شتروکانځور: PA/dpa
د سوسيال د يموکراتانو د گوند مشر پيتر شتروک د آلمان ددويم تلويزيوني چينل سره د يوې مرکې په ترځ کې ويلي دې چې حکومت هڅه کوي تر څو د خبرو اتروله لارې يوه ښه د حل لاره پيداکړي.
نوموړي ويلي که سړی د تښتونکو غوښتني لکه د وي چې وايي له افغان حکومت سره بندي ملگري يي خوشي سي ومني پسله هغه بيا پداسې اعمالو لاس پوري کيږي چې هلته به ژوند کول ستونزمن کاروي.
د وې اوني وړاندي د وه تنه آلماني انجينران ، چې د ملگرو ملتونود ټولني په چوکاټ کي يي په افغانستان کې په ساختماني چارو کې کار کوی په غزني ولايت کې د طالبانو له خوا تر برمته کولو د وې ورځي وروسته يي يوتن ووژل سو او بل لاتر اوسه پوري د طالبانو سره يرغمل پاته دی . د ويم يرغمل تيره ورځ د عربي تلويزيون له خوا د يوې خپرې سوي ويډ يوله لاري د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د آلمان له حکومت څخه د مرستي او له افغانستان څخه د جرمني پوځونو د استلو غوښتنه کول .