1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د لسهاؤ مېرمنو د زهيرونکو تلاښ ادامه لري

آژانسونه۱۳۹۴ دی ۱۷, پنجشنبه

د آلمان په کولون ښار کي د نوي کال په شپه د نارينه ؤ ډلو چي ويل کيږي له شمالي افريقا او عرب معلومېدل، ښځي زهيري کړي وې. په دې ترڅ کي د درو عاملينو د پېژندل کېدو خبر ورکول سوی دی.

https://p.dw.com/p/1HZXl
Köln Hauptbahnhof Polizei Kontrolle Verhaftung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د دسامبر په ۳۱مه نېټه او د نوي مېلادي کال په شپه د آلمان د لوی ښار کولون په مرکزي اورګاډي تمځي کي څه پېښ سول؟ پوليس په دې تړاو پلټني کويٍ او تر اوسه تر ۱۰۰ څخه زياتو مېرمنو په پوليسو کي شکايتونه درج کړي دي. په دغو شکايتونو کي دوې د زنا بالجبر عريضې او نوري جنسي زيرونې شامله دي.

په دې ترڅ کي د کولون ښار پوليسو لومړي درې کسان پېژندلي دي. د آلمان د نارډ غاين وېسټفالن فډرالي ايالت د کورنيو چارو وزير رالف يېګر ويلي دي چي پېژندل سوي درې واړه کسان په مستقيمه توګه په دغو پيښو کي دخيل ول. د دې څخه تر مخه د پوليسو ويلي ول چي د يو شمېر هغو کيسه برانو څخه يې تحقيقات پېل کړي دي چي ورباندي په دغو پيښو کي د لاس درلودلو شک ورباندي کيږي. خو دغه کسان د کولون د پيښو سره په تړاو نه دي نيول سوي. د وروستي خبر له مخي پوليسو حتی ۱۶ تورن کسان پېژندلي او په هکله يې پلټني پېل سوي دي.

د کولون د ښار د پوليسو هغې څانګي اوس د دغو پيښو پلټنه پېل کړې ده، چي د سازماندهي سوي جرايمو پلټني کوي. دا په دې دليل چي دا خبره لا نه سي رد کېدلای چي د دغو پيښو تر شا سازماندهي سوي ډلې مسؤله نه دي.

په عيني حال کي د آلمان «بلډ» ورځپاڼي د يو مسؤل پوليس راپور خپور کړی دی. نوموړی پوليس د نوي کال په شپه په دغه ځای کي مؤظف ؤ. د دغه پوليس په وينا په دغه شپه يو شمېر ښځو پوليسو ته شکايت وکړ چي جنسي زهيرول کيږي او دا چي ورڅخه غلاوي سوي دي. د ورځپاڼي په راپور کي د پوليس له وينا ليکل سوي چي دغه پيښي دومره زياتي وې چي پوليسو نه سوای کولای چي هر چيري مرسته وکړي.

ايا د هامبورګ د پيښو سره تړاو سته؟

د کولون د اروګاډو مرکزي تمځای
د کولون د اروګاډو مرکزي تمځایانځور: DW/D. Regev

د آلمان د عدلي چارو وزير هايکو ماس ويلي دي چي پر دې هم بايد غور وسي چي ايا د هامبورګ او د کولون د ښار پيښي خو به کوم تړاو نه سره لري. په هامبورګ ښار کي هم په لوړ شمېر ښځي د نوي کال په شپه زهيرول سوي او ورڅخه غلاوي سوي وې. د آلمان په دغه لوی ښار کي په دې تړاو ۵۳ مېرمنو په پوليسو کي عريضې کړي دي.

د کولون ښار د پوليسو رئيس ؤلفګانګ البرس تر سختو نيوکو لاندي راغلی او د هغه د استعفی غوښتني سوي دي. خو نوموړی د نوي کال په شپه د پوليسو له چلن او کار څخه دفاع کوي. هغه وايي: «د انسانانو د لوی حجوم او د تاریکۍ له کبله پوليسو نه سوای کولای چي دغه پيښي وويني او وپېژني. د دغو پيښو پراختيا هغه وخت روښانه سوه کله چي يوه ورځ وروسته يې په تړاو ګڼ شمېر عريضې وسوې.»

د عاميلينو له آلمان څخه د ايستلو بحثونه

د کولون د دغو پيښو عاملين د بعضو عيني شاهدانو په وينا د شمالي افريقايي او عربي هيوادونو څخه معلومېدل. له همدې کبله په آلمان کي د هغو خارجيانو له هيواد څخه د ايستلو بحثونه تاوده سوي دي چي د جرايمو مرتکب سوي وي. د آلمان د عدلي چارو وزير هايکو ماس ويلي دي چي که د دغو پيښو په تړاو ثابته سي چي عاملين يې پناه غوښتونکي دي، نو هغوی به له آلمان څخه وايستل کېدلای سي. د نوموړي په وينا په آلمان کي تر مخه لا داسي قانون موجود دی، چي له مخي يې د هغو کسانو د ايستلو امر کېدلای سي چي تر يو کال څخه زيات په بند محکوم سي. د نوموړي په وينا يو کال بند د جنسي زهيرونو په تړاو ممکن دی.

د کولون ښار د دغو پيښو وروسته د سياحت په برخه کي د زيان ليدلو څخه اندېښنه لري. دغه ښار بيره لري چي دغو پيښو ښايي بعضي د کولون د سياحت اراده لرونکي کسان بېرولي وي. د کولون د سياحت د دفتر رئيس جوزېف زومر ويلي دي چي د دغو پيښو وروسته بعضو سياحانو و کولون ته خپل سفر لغوه کړی دی.