1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د مهاجرو ايستل يا ديپورت دوه چنده زياتول غواړي

۱۳۹۵ فروردین ۲۱, شنبه

د آلمان د صدراعظمۍ د دفتر رئيس پېتر الټماير ويلي چي فډرالي ايالتونه بايد چي د مهاجرو د ديپورتولو شمېر دوه چنده زيات کړي.

https://p.dw.com/p/1ISOc
انځور: Reuters/M. Dalder

پېتر الټماير ويلي دي چي د آلمان فډرالي حکومت غواړي چي د مهاجرو د بعضو پلرني او نورو هيوادونو سره ځانګړي تړونونه لاسليک کړي. د نوموړي په وينا د دغو تړونونو په ترڅ کي به دې ته لاره هواره کړل سي چي د ديپورت يا بېرته لېږلو په ترڅ کي شته ستونزي ليري سي.

پېتر الټماير چي د صدراعظمۍ د دفتر د رياست تر څنګ د پناه غوښتونکو د انسجام دنده هم په غاړه لري، پر فډرالي ايالتونو ږغ کړی چي د رد سوو پناه غوښتونکو د بېرته لېږد شمېره دي دوه چنده جګه کړي. الټماير د فُنکه په نوم د ورځپاڼو ډلې ته ويلي چي په تېر مېلادي کال له آلمان څخه ۳۷۲۲۰ کسان په خپله رضا وتلي او ۲۲۲۰۰ نور ديپورت کړل سوي دي. نوموړي زياته کړې: «په ۲۰۱۶ کال د دغو شمېرو دوه چنده زياتول به يو حقيقت بينانه هدف وي.» د هغه په وينا دا هدف ته رسېدل د آلمان د فدرالي ايالتونو دنده ده.

د الټماير په وينا دمګړی د کډوالو او مهاجرو له پاره د آلمان فډرالي اداره هره مياشت ۵۰ زره د پناه غوښتني دوسيې ارزيابي کوي. د نوموړي په وينا په دغو کي تر يو پر دريمه يا حتی زياته برخه پناه غوښتنې رديږي. هغه زياته کړې:«موږ بايد د دې غم هم وخوري، چي د بېرته لېږدونو شمېر په ښکاره توګه جګ سي.»

«تر هغه زيات بريالی چي انتظار يې کېدی»

د صدراعظمۍ د دفتر رئيس د پناه غوښتونکو په تړاو د اروپايي اتحاديې او د ترکيې د تړون څخه دفاع کړې ده. د هغه په وينا دغه تړون «د مهاجرو د شمېرو د کمولو په برخه کي دغه تړون تر هغه زيات بريالی دی چي انتظار يې کېدی.» د هغه په وينا داسي معلوميږي چي دغه تړون په ښکاره توګه د مهاجرو د راتګ د شمېرو د کمېدو لامل سوی دی.

د آلمان صدراعظمه انګېلا مېرکل دا کوښښ کوي چي ترکيې په شان د ليبيا سره هم يو تړون وکړي. مېرکل په دې تړاو ويلي: «موږ اوس دا هدف لرو چي د ليبيا سره هم ورته همکاري ولرو.» مېرکل دا څرګندونې په برلين کي د خپل ګوند و ايالتي ډلې ته د وينا پر وخت وکړې. د هغې په وينا د اروپايي اتحاديې د بهرنيو پولو د خوندي کولو له پاره بل بديل نسته، بېله دې چي د نورو هيوادونو سره تړونونه امضا کړل سي.

مېرکل په برلين کي زياته کړه چي آلمان په دې توانېدلی چي د ترکيې، لبنان او اُردن دننه د مهاجرو سره خپلي مرستي زياتي کړي او له يادو هيوادونو ملاتړ وکړي. د هغې په وينا آلمان به خپلي هڅې لا ګړندۍ کړي چي دغه مرستي لا زياتي کړي.