1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو دقیق سن معلومول ممکن نه دی

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د آلمان حکومت وایې چې د شته امکاناتو له امله د مهاجرو دقیق سن نه شي تثبیتیدلای. مخکې تر دې د صدراعظمې انګلا میرکل ګوند قانوني سن ته د نه رسیدلو پناغوښتونکو د سن معلومولو له پاره د طبي ارزونې د الزامي کیدو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/2tw99
Deutschland Flüchtlingsunterkünfte in Jugendherbergen
انځور: picture-alliance/dpa/J. Büttner

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ د آلمان حکومت دا منلې ده چې قانوني سن ته د نه رسیدلو مهاجرو د رښتني سن معلومولو له پاره موجودې طریقې اغیزمنې نه دي.

د آلمان حکومت د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې د ګیڼ اړخي ګوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مهاجرو د رښتني سن معلومولو له پاره د هیڅ یوې موجوده طریقې په اختیارولو سره سړی نه شي کولی ووایې چې د دوی حقیقي سن څومره دی.

د آلمان د مرکزي حکومت په حواله په ټول هیواد کې د مهاجرو اړوند سیمه ایزي ادارې د نابالغه مهاجرو د سن معلومولو له پاره له مختلفو طریقو څخه کار اخلي.

په دغو ادارو کې مسئولين له هغو مهاجرو سره چې ادعا کوي قانوني سن ته نه دي رسیدلي په تفصيلي ډول خبرې کوي او په همدې وخت کې روان پیژندونکي د پناغوښتونکو د سن معلومولو هڅه کوي.

که چارواکو ته شک پیدا شي چې یو مهاجر خپل حقیقي سن نه وایې، نو په دې صورت کې هغه ته د طبي معايناتو وړاندیز کیږي. د طبي ارزوني پر مهال د دغه شخص د زامي او هډوکو ایکسری یا عکسونه ارزول کیږي او وروسته د دغه کس د سن په هکله پریکړه کیږي.

په آلمان کې قانوني سن ته نه رسیدلي مهاجر ماشومان د نورو په پرتله د پالنې او قانوني محافظت ډير حقونه ترلاسه کوي، د بیلګې په توګه په دغه هیواد کې قانوني سن ته د نه رسیدلو مهاجرو پر اخراج بندیز لګول شوی دی. سربیره پر دې د یوه جرم ترسره کولو په صورت کې دا ډول مهاجر د نابالغه یا تنکیو ځوانانو له پاره د قانون پر اساس محاکمه کیږي، چې د لویانو په پرتله یې سزا کمه وي.

همدارنګه قانوني سن ته نه رسیدلي مهاجر د دوبلين له قاعدې څخه هم مستثنا دي. دا په دې معنی چې د دې برخي کسان باید بیرته هغه اروپایې هیواد ته وا نه ستول شي، چې په لومړي سر کې ور داخل شوی او پناه یې غوښتې ده.

د همدغو دلایلو پر بنسټ ډیري پناغوښتونکي خپل حقیقي عمر نه وایې. له همدې امله په آلمان کې د نوي حکومت تر تشکيل مخکې د صدراعظمې انګلا میرکل مسیحي دیموکرات اتحاد ګوند د دا ډول مهاجرو د حقیقي عمر معلومولو له پاره د ټول هیواد په کچه د طبي ارزونې د الزامي کیدو غوښتنه کړې وه.