1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د مهاجرو له کبله ښايي بې روزګاري زياته سي

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۶, سه‌شنبه

د آلمان حکومت اټکل کوي چي ښايي د پناه غوښتونکو له کبله د بې روزګارانو شمېر زيات سي. د يو راپور پر اساس ښايي تر ۲۰۱۸ پوري ۲۰۰ زره بې روزګاران زيات سي.

https://p.dw.com/p/1H7AN
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د «فونکه ګروپ» د ورځپاڼي د راپور له مخي ښايي تر ۲۰۱۸کال پوري په آلمان کي پر شته بې روزګارانو ۲۰۰ زره نور هم ورزیات سي. د دغه راپور له مخي به په دې توګه په آلمان کي د بې روزګارانو شمېر يو ځل بيا تر ۳ مليونو واوړي.

يادي ورځپاڼي ويلي چي دغه معلومات يې د آلمان د کار د وزيري اندريا ناهلس (سوسيال ډيموکراټ ګوند) له خوا د تقاعدۍ د بيمې د نوي راپور څخه تر لاسه کړي دي. د دغه راپور په تړاو به د آلمان کابینه د چهارشنبې په ورځ (د نوامبر ۱۷مه نېټه) پرېکړه وکړي.

۳۰۰ زره زيات بې روزګاران

د ورځپاڼي د راپور له مخي به په ۲۰۱۹ کال په آلمان کي د بې روزګارانو شمېر ۳،۱ مليونه او په دې توګه به د روان کال په پرتله ۳۰۰ زره زیات وي. د روان مېلادي کال له پاره په آلمان کي د بې روزګارانو شمېر ۲،۸ مليونه کسان اټکل سوی دی.

ورځپاڼي په خپل راپور کي ليکلي چي د بې روزګارانو دغه شمېرې يې د هغه کاري ډلې د راپور څخه تر لاسه کړي چي د اقتصاد د وزارت تر مشرتابه لاندي د بيلو وزارتونو کارپوهان پکښي ونډه لري. د تقاعدۍ د بيمي راپور به لومړی رسمي سند وي چي پکښي د پناه غوښتونکو د بحران په جریان کي داسي ارقام ښيي چې تر یوې اندازې د پناه غوښتنې او بې روزګارۍ تر منځ تعلق روښانه کوي.

د آلمان د کار وزيره انډريا ناهلس
د آلمان د کار وزيره انډريا ناهلسانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

زياتي دولتي مرستي

د آلمان د کار وزيري انډريا ناهلس تر مخه لا روښانه کړې وه چي راتلونکی کال به د «هارڅ څلور» له پاره د لا زياتو پيسو اړتيا وي. دا هغه دولتي د پيسو مرستي دي چي په آلمان کي د اوږدمهاله بې روزګاره او بې وزلو خلکو سره کيږي. د ناهلس په وينا په راتلونکي کال کي به په آلمان کي ۶۰ زره نور انسانان بې روزګاره سي. په دې توګه به په ۲۰۱۶کال په آلمان کي د بې روزګاره انسانانو شمېر ښايي ۲،۸۶ مليونو ته جګ سي.

په آلمان کي د کار او مسلک د څېړنيز مرکز IAB له خوا داسي ارقام محاسبه سوي چي که آلمان ته دغه او راتلونکی کال يو يو مليون کډوال راسي نو به په ۲۰۱۶کال کي په بې روزګارانو کي د ۱۳۰ زرو کسانو اضافه وسي. دغه مرکز د کار له پاره د آلمان د ځانګړي ادارې يوه څانګه ده. د کار د بازار په تړاو په ارقامو کي تر هغه بې روزګاره پناه غوښتونکو شمېرې نه راڅرګنديږي، تر څو چي يې د پناغوښتني دوسيه په مثبته توګه نه وي تړل سوې. که آلمان ته نوي مهاجر نه راتللای نو به په دغه هيواد کي د بې روزګارانو شمېر کم سوی وای.