1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د نړيوال بانک مشر دې استعفا ورکړي

۱۳۸۶ اردیبهشت ۳, دوشنبه

د آلمان حکومت د نړيوال بانک د اختلاس په تور تر فشار لاندي راغلي مشر پاول ولفوويڅ ته وړانديز کړی چې استعفا دې ورکړي. د آلمان د پرمختيايي چارو وزيرې هايده ماري ويڅورک څويل د »فايننشل ټايمز« ورځپاڼې ته وويل چې دغه حالت نور د زغملو وړ نه دی.

https://p.dw.com/p/DKJ7
ښاغلي ولفوويڅ باندې دا تور لگول کېږي چې د خپل مقام څخه د ناوړې گټې اخېستنې د لارې يې خپلې د ژوند ملگرې ته مالي گټه رسولې ده
ښاغلي ولفوويڅ باندې دا تور لگول کېږي چې د خپل مقام څخه د ناوړې گټې اخېستنې د لارې يې خپلې د ژوند ملگرې ته مالي گټه رسولې دهانځور: picture-alliance/dpa
ښاغلی ولفوويڅ دې پخپله په ورين تندي له خپلو سهوو څخه درس واخلي او استعفا دې ورکړي. په ښاغلي ولفوويڅ باندې دا تور لگول کېږي چې خپلې د ژوند ملگرې ته يې مالي گټه رسولې وه او له خپل مقام څخه يې ناوړه استفاده کړې ده. خبري رسنۍ زياتوي چې د نړيوال بانک يوه داخلي رپوټ هم د ولفوويڅ استعفا غوښتې ده.