1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د نړيوال جام نيمه پايلوبي ته ووت

نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ تیر ۱۳, جمعه

د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کي آلمان فرانسې ته يو صفر ماته ورکړه. آلمان په دغه لوبه کي تر تمي خلاف ډېره ښه لوبه وکړه.

https://p.dw.com/p/1CW5w
انځور: picture-alliance/AP

د برازيل په نړیوالو لوبو کي آلمان فرانسې ته يو صفر ماته ورکړه او نيمه پایلوبه ته ووت.

په دغه نړیوال جام کي د آلمان او فرانسې لوبو ته په کتو سره هيچا داسي فکر نه کاوه چي آلمان دي فرانسې ته ماته ورکړي.

خو آلمانۍ لوبډله د لوبي له پيله داسي وځلېده چي د ډيرو خوبونه يې ور درواغ کړل.

د لوبي د لومړۍ نيمايي په پنځه دقيقو کي فرانسې حتی يو توپ هم پښه و نسوای وهلای.

د آلمان لوبه داسي پياوړې وه چي په هره دقيقه کي د يوه ګول احساس کېدی.

د لوبي په ۱۳ دقيقه کي د فرانسې لوبډلي یو فاول وکړ او آلمان له دغه چانسه داسي ګټه واخيستله چي د لوبي نتيجه يې معلومه کړه.

د لوبي لومړۍ نيمايي دغسي يو صفر د آلمان په ګټه پای ته ورسېده.

د لوبي په دوهمه نيمايي کي فرانسه ډېره پياوړې پيدان ته راووتله. فرانسې همداسي لوبه پيل کړه لکه آلمانۍ لوبډلي چي په لومړۍ نيمايي کي کوله.

په دوهمه نيمايي کي داسي احساس کېدی چي آلمان خپله دفاع ټينګه کړې، څو که وکولای سي پر دغه نتيجه پاته سي د دوی په ګټه ده.

د آلمان په لوبډله کي بيا هم د دغي لوبډلي کولکيپر مانويل نوير ډېر ښه وځلېد. هغه تقريباً يوه غلطي هم په دغه لوبه کي نه وکړه او د فرانسې تکړه ولبغاړي کريم بينزيما ته يې هيڅ چانس نه ورکړ.

د آلمان پياوړی ګولکيپر مانويل نوير
د آلمان پياوړی ګولکيپر مانويل نويرانځور: Yasuyoshi Chiba/AFP/Getty Images

ګول د آلمان د دفاع لبغاړي ماڅ هوملڅ وواهه. هغه په يو پر اتم فاینل کي له الجزاير سره د لوبي پرمهال ناروغه وو او له خپلي لوبډلي سره يې مرسته نه وسوای کولای، خو آلمان له ټولو ستونزو سره سره بيا هم هغه لوبه وګټله.

نن به د يو څلورم فاينل دوهمه لوبه د برازيل او کولمبيا ترمنځ وي.