1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د پناه غوښتونکو د ویستلو پروگرام گړندی کوي

۱۳۹۴ آبان ۱, جمعه

د آلمان د فدرال او ایالتي ادارو چارواکي د پناه غوښتنې نوی قانون تر ټاکل شوې نیټې یوه اوونۍ مخکې پلي کوي. د نوي قانون له مخې پر هغو کسانو خدمات بندیږي چې نه منل کیږي او همداشان د پناه غوښتنې پروسه هم گړندۍ کیږي.

https://p.dw.com/p/1Gt9z
انځور: picture-alliance/dpa/M. Becker

د آلمان رسنیو د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د آلمان د پناه غوښتني نوي قوانین به تر پخوانۍ ټاکل شوې نیټې یوه اوونۍ مخکې پلي شي. په پیل کې ویل شوي وو چې دا قوانین به د نومبر د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه عملي بڼه خپله کړي خو اوس به دا قوانین یوه اوونۍ مخکې د شنبې له ورځې څخه عملي کیږي.

دا قانون چې د آلمان د پارلمان د دواړو مجلسونو له خوا تصویب شوی دی د هغو کډوالو اصلي هیوادونو ته د بیرته استولو بهیر چټکوي چې د پناه غوښتنلیکونه یې د آلمان د حکومت له خوا نه منل کیږي.

دآلمان د فدرال او ایالتي ادارو چارواکي د هغو کسانو د نومونو د لېست پر جوړولو پیل کړی چې پناه غوښتنلیکونه یې نه منل کیږي او اصلي هیوادونو ته به د دغو کډوالو د استولو بهیر له راتلونکې اونې څخه پیل شي.

د دې قوانینو په نورو برخو کې دا هم راغلي دي چې پر هغو کسانو به سخت قواعد وضع شي چې د پناه غوښتنې په شرايطوبرابر نه دي. همدا راز په هغو کسانو به مرستې بندې شي چې په آلمان کې د اوسیدو اجازه نه لري. له بلې خوا، د دې قوانینو له مخې د آلمان حکومت د هغو کډوالو له پاره چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي، د ادغام کورسونه او د نورو پروګرامونه شمیر ډیروي.

رد شوي کډوال پر خپله خوښه له آلمان څخه ووځي

«دي وېلت» په نامه د آلمانۍ ورځپاڼې په حواله ډیر شمیر هغه کډوال چې د پناه غوښتنلیکونه یي ردیږي په خپله خوښه د حکومت په هغه پروګرام کې برښه اخلي چې دوی بیرته خپل اصلي هیواد ته استوي. د نوموړې ورځپاڼې د رپوټ په حواله سږ له جنوري میاشتې څخه تر سپتمبر میاشتې پورې د دغه پروګرام په لړ کې ۲۲۴۰۰ کسان په خپله خوښه او همداراز ۱۱۵۰۰ نور کډوال چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي بیا په زور له آلمان څخه د هغوی اصلي هیوادونو ته استول شوي دي.

په آلمان کې د پناه غوښتنې بهیر ډیر ورو وو چې له دې کبله د دې هیواد په حکومت ډیرې نیوکې شوي دي، ځکه چې په ځینې حالاتو کې کډوال په موقتي کمپونو کې د څو میاشتو له پاره ساتل کیږي چې هلته اوسیدل ډیر ستونزمن کار دی.

اروپایي ټولنه د کډوالو د کړکیچ په کابو کولو کې له ستونزو سره مخامخ ده او د مهاجرت نړیوال سازمان د رپوټ له مخي تر اوسه له نیم میلیون کسانو څخه ډیر کډوال د دې ټولنې ۲۸ غړي هیوادونو ته رارسیدلي دي. آلماني چارواکو دا اټکل کړی وو چې د سږ کال تر پای پوري به دې هیواد کې ۸۰۰ زره کسان د پناه غوښتنه وکړي خو ګمان کیږي چې دا شمیره له دې څخه هم لوړه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب