1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د اجباري سکس پر ضد پر سختو قوانینو غږیږي

۱۳۹۵ فروردین ۱۹, پنجشنبه

د آلمان کابینې د انسان د قاچاق او سکس تجارت په اړه د نوي قانون په اړه بحث وکړ. د آلمان د عدلیې وزیر ویلي دي چې دغه ډول اقدامات د «تن خرڅولو» پر ضد د بندیز په پرتله ډیر «معنی داره دي.»

https://p.dw.com/p/1IRKe
Bordell Deutschland
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان پارلمان د چهارشنبې په ورځ د هغه قانون په اړه بحث وکړ چې له مخې یې د هغو کسانو له پاره چې د انسانانو قاچاق کوي او یا هم د تن خرڅولو ته له اړ شویو نجونو سره د پیسو په مقابل کې جنسي اړیکه ټینګوي، لا سخته سزا ورکړي. په دې سربیره دلالانو ته هم سختې سزاوې په پام کې نیول شوې دي.

آلمان غواړي له دې سره په دې هیواد کې د سکس تجارت محدود کړي.

د آلمان د عدلیې وزیر هایکو ماس، له «اې، آر، دي» رسنې سره په یوې مرکه کې ویلي دي: «موږ د یوه دولت په توګه پریکړه کړې ده چې دغه شان عمل نه قبولو او نه یې هم زغمو.» د هغه په خبره دغه قانون به مرسته وکړي چې هغو کسانو ته سزا ورکړل شي چې تن خرڅولو ته له اړو شویو نجونو سره جنسي اړیکه نیسي.

د دغه آلماني چارواکي په خبره دغه مشتریان چې په اصطلاحي توګه ورته «جان» ویل کیږي، تر دې وروسته کیدای شي چې د درو میاشتو او پنځو کلونو تر منځ په بند محکوم شي. خو که هغوي چارواکو ته د سکس د تجارت په اړه معلومات ورکړي نو کیدای شي له جزا معاف شي.

د دغه قانون انتقاد کوونکي وایي چې دا خبره ستونزمنه ده چې ثابته شي چې ایا یو مشتري پوهیده چې یوه «تن پلورونکې» په زوره دې کار ته اړ ایستل شوې او که څنګه. خو ماس بیا وایي چې داسې نښانې شته چې یو مشتري په دې پوهیدی شي چې ایا یوه «تن پیریدونکې» دې کار ته اړ ایستل شوې او که په خپله د پیسو ګټلو له پاره دا کار کوي.

هغه وویل: «موږ پوهیږو چې په ځانګړو سیمو کې نجونې د پیسو په مقابل کې جنسي اړیکو ته مجبوریږي. په دې معنی، هغه کسان چې دغه شان سیمې لټوي نو پوهیږي چې چیرې ورځي. په دغه شان ځایونو کې بیې هم فرق کوي.»

د آلمان د عدلیې وزیر ویلي، کله چې یوه نجلې تن خرڅولو ته مجبوره کړل شي، نو د هغې مشتریان بیا په نسبې توګه کمې پیسې ورکوي.

د نوي قانو ن له مخې هغه دلالان چې په زوره نجونې د تن خرڅولو ته اړوي، له سختو سزاګانو سره مخامیږي. دغه کسان کیدای شي د شپږ میاشتو او ۱۰ کلونو تر منځ بند سره مخامخ شي.

ماس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې په آلمان کې د تن خرڅولو د منع کیدو قانون نه شته. د هغه په خبره دغه شان قوانین د پیسو په بدل کې د سکس پدیده له منځه نه شي وړای.