1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د کندز پوځي اډه افغانانو ته وسپارله

سید ریاض (dpa)۱۳۹۲ مهر ۱۴, یکشنبه

د آلمان پوځ په کندز ولایت کې خپله پوځي اډه په رسمي توگه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارله. په دغه مراسمو کې د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر او د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله هم گډون درلود.

https://p.dw.com/p/19uLF
انځور: Reuters

د آلمان پوځ په رسمي توگه د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې خپله پوځي اډه په رسمي توگه افغان ځواکونو ته وسپارله. د آلمان د دفاع او کورنیو چارو وزیران هم په دې موخه دغه ولایت ته تللي دي. د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکي چې پوره یوه لسیزه وروسته به په دغه خطرناکه سیمه کې د آلماني پوځ ماموریت پای ته ورسیږي.

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر ویلي دي چې دغه ماموریت د آلمان د پوځ او آلماني ټولنې له پاره مهم ماموریت وو. هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې کندز د دوی له پاره هغه یو ځای دی، چیرې چې آلماني پوځ د لومړي ځل له پاره د جگړې له تجربې سره مخاخ شو او هم یې د جگړې کول زده کړل. هغه زیاته کړې ده: «که څه هم د آلمان پوځ نن کندز پریږدي، خو دغه ځای به موږ هیڅکله له یاده و نه باسو.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله پر دې خبره ټینگار وکړ چې په افغانستان کې د آلمان ماموریت اغیزمن ثابت شوی او په راتلونکي وخت کې به هم ادامه ومومي. هغه زیاته کړې ده. «په افغانستان کې نن ډیر څه ښه والی موندلای دی، خو هر څه سم شوي نه دي. موږ به د افغانستان خلکو ته شا نه کړو.»

په اوسني وخت کې شاوخوا ۴۰۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې میشت دي، چې د هغې له جملې څخه ۹۰۰ تنه په کندز کې پر ماموریت بوخت دي. د روانې اکتوبر میاشتې تر پایه به آلماني پوځ د کندز پوځي اډه خالي کړي او افغان امنیتي ځواکونو ته به یې وسپاري. تر هغې وروسته به آلماني سرتیري يوازې د مزار شریف په مرکزي مقر کې میشت وي.

له آلماني پوځ څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د کندز د پوځي اډې د سپارلو په مراسمو کې افغان لوړپوړي چارواکي هم گډون کوي. په پام کې ده چې په دغه مراسمو کې به د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي او د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی هم گډون وکړي.

د آلمان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په لومړي ځل په گډه افغانستان ته سفر کړی تر څو د کندز د پوځي اډې د سپارلو اهمیت څرگند کړي. د دغه مراسمو د تر سره کیدو له پاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په کندز کې د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ نښته

د یکشنبې په سهار وختي په کندز ولایت کې د طالب جنگیالیو او پولیسو تر منځ د نښتې د رامنځ ته کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د چهار درې ولسوال سلمایي فاروق د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې یاغیانو د دغه ولسوالې پر یوه محلي پولیس ډزي کړي دي او وژلی یې دی. خو په کندز ولایت کې د آلماني پوځ ویاند ویلي دي چې په دغه نښته کې آلماني سرتیرو برخه نه درلوده.

په کندز کې د پوځي اډې تړل، له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د راوتو په برخه کې د مهم پړاو په توگه شمیرل کیږي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه د ناټو ټول جنگي سرتیري راووځي.

له افغانستان څخه شاوخوا د ۵۳۵۰ سرتیرو د راوتلو لړۍ کابو دوه کاله تر مخه پیل شوه. په کندز کې د آلماني سرتیرو لوړ شمیر ۱۴۲۰ تنو سرتیرو ته رسیدلی وو.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په کندز کې امنیتي وضعه ترینگلې ده او په تیرو میاشتو کې یو ځل بیا مخ په خرابیدو ده. تر اوسه پورې په افغانستان کې د آلماني پوځ د ماموریت په ترڅ کې ۵۴ تنه وژل شوي دي، چې د هغې له جملې څخه ۳۵ تنه سرتیري، د یرغلونو او بریدونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د آلماني پوځ ډیر شمیر سرتیري په کندز او بغلان کې وژل شوي دي.