1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ګوانتانامو دوو بنديانو ته ځاي ورکوي. په کوم دلیل؟

۱۳۸۹ تیر ۱۸, جمعه

د آلمان د کورنيو چارو وزير:«د آلمان د دغه زندان په جوړونې تل نيوکه کړې او خپل مسؤليت ګڼي چې د هغه په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. دا هغه بنديان دي چي جرم يي ثبات شوي نه دي، خپل وطن ته هم تلي نه شي ، مونږ بشري دنده لرو.»

https://p.dw.com/p/OEkh
د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تير کال وويل چي د يو کال په موده کي به د ګوانتانامو زندان وتړلي. خو هغه لا تراوسه پر ځاي پاتي دي
د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تير کال وويل چي د يو کال په موده کي به د ګوانتانامو زندان وتړلي. خو هغه لا تراوسه پر ځاي پاتي ديانځور: AP

دواړه بنديان چې يويې له لبنان او بل يې له فلسطين څخه دي، 9 کاله د امريکې د متحدو ايالتونو د ګوانتانامو په زندان کې بنديان وو. اوس به دوي دواړه په نوي ټاټوبي آلمان کې ځاي په ځاي شي.

د آلمان د چارواکو د انګيرنې او د آلمان د کورنيو چارو د وزير توماس دیمیزیر له قوله، په آلمان کې د ګوانتانامو د دغو دوو تنو بنديانو، اوسيدنه به، چې تر اوسه يي په امريکې کې د مجرم والي لپاره هيڅ کوم سند نه دي موندل شوي، هيڅ کومه ستونزه رامنځته نه کړي او په نظر کې ده چې يو د هامبورګ په ښار اوبل د راين لند فالڅ په ايالت کې ژوند وکړي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير په يوه بيړني مطبوعاتي کنفرانس کې د دغو دوو تنو د منلو په هکله وويل: «د امريکې متحدو ايالتونو د تير کال په پاي کې يو ځل بيا د آلمان له فدرالي جمهوريت څخه هيله وکړه، څو هغه بنديان چې په ګوانتانامو کې لا اوسيږي او خپلو هيوادونو ته يې بيرته استول ممکن نه دي، په آلمان کي ومنو. د آلمان حکومت د دغه زندان په جوړونې تل نيوکه کړې او خپل مسؤليت ګڼي چې د هغه په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.»

واشنګتن له آلمان نه غوښتل چې د ګوانتانامو دري تنه بنديان ومني، خو له خبرو وروسته آلمان يواځې دوه تنه ومنل. دې کار د آلمان لپاره ستونزې هم درلودې. دغه پوښتنه تل عنوانيږی چې آيا دغه بنديان به د آلمان امنيت ته خطر واړوي که نه؟

د آلمان د کورنيو چارو وزارت او د امنيتې ادارو يوه پلاوي د تيرمارچ په مياشت کې په ګوانتانامو کې له دغو بنديانو سره خبرې وکړې، چې وروسته وڅيړل شوې. د آلمالن د کورنيو چارو وزير په دی اړه وویل: «زه يواځی د کورنيو چارو وزير نه يم بلکې زه هم يو انسان يم او عيسوي. د دې پريکړې په نيولو کې دري عمده اړخونه راته مخې ته دريږي، يو د آلمان د اوسيدونکو امنيتي وجه، دوهم انساني اړخ او دريم د آلمان سياسي امنيتي غوښتنې. ما د همدغو دريو اړخو پر بنسټ پريکړه وکړه.»

خو دیمیزیز دا هم وويل چې له دې وروسته به آلمان د ګوانتامو کوم بندي د اوسيدو لپاره ونه مني.

د بښنی د نړيوال سازمان د رپوټ پر بنسټ همدا اوس په ګوانتانامو کې 181 تنه بنديان ساتل کيږي. چې له هغو ډلې څخه يې 32 تنه نشي کيداي خپلو اصلي ټاټوبو ته وليږل شي. ځکه هلته ورته د ربړونې خطر شته.

په آلمان د ګوانتانامو د بنديانو خبره له څومياشتو راهيسې توده وه او مسيحی ديموکرات ګوند چې د دغه هيواد د حکومت مشرتوب کوي، اوهغه ايالتونه چې د دغه ګوند له خوا رهبري کيږي، د دې خبرې مخالف وو.

بيتينا مارک/سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: عبدالباری حکيم