1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان زموږ د ټولو دئ

نسیم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبه

د توکمپالنې پر ضد د نړيوالې اوونۍ په ترڅ کې په ټول آلمان کې انسانان د تعصب او له خارجيانو سره د توپيري چلند په وړاندې هلې ځلې کوي. ځينې هلې ځلې د کوچنيانو په شمول تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/17zfV
***Achtung: Nur zur mit den Eltern der Kinder abgesprochenen Berichterstattung verwenden!*** Internationale Wochen gegen Rassismus Kinder aus Bonn beim Basteln im "Nähcafé" in Bonn-Beuel *** Bilder von Anne Allmeling, Deutsche Welle März 2013
Aktion gegen Rassismus in Bonn EINSCHRÄNKUNGانځور: DW/A.Allmeling

نصرين انځورګرۍ ته ملا تړلې ده. هغه غواړي چې دوه ماشومان او دوه لويان رسم کړي. د خپل رسم له پاره دې يوه شنه پاڼه انتخاب کړې ده. رسم بايد د دغې اته کلنې نجلۍ په نظر ډېر رنګين او حقيقت ته نزدې وکښل شي. هغه يو کوچنی صندوق په لاس کې نيسي او بيا چرت وهي. په صندوق باندې د «پوستکي د رنګ قلمونه» ليکل شوي دي. شير چايي، غنم رنګه او نصواري رنګونه پکې دي چې نصرين ورڅخه انتخاب کولای شي.

څو ژبوالی

له نورو نجونو سره يو ځای نصرين د بن ښار په «نې کافې» نومي بنسټ کې ناسته ده. نن ماشومان او د هغوی مورنۍ ژبې د پاملرنې اصلي موضوع ده. دا خبره مېشتهيلد کلاينه سلګار ډېره مهمه بولي، چې د نړيوالې ښوونې او مشورو په نوم په يوه موسسه کې کار کوي. هغه تل دغه راز پروګرامونه جوړوي. دا له خپلې همکارې، مونا خيرالدين، سره يو ځای هم په آلماني او هم په عربي ژبو يوه کيسه لولي. تر دې وروسته ماشومان انځورګري او له کاغذونو څخه لاسي شيان جوړوي.

کلاينه سلګار وايي چې «موږ ته مهمه ده چې څو ژبوالی د پاملرنې وړ وګرځي. زموږ ټولنه څو ژبې لري او غواړو مرسته وکړو چې ماشومان د خپلې کورنۍ ژپه سمه زده کړي.» دا د هغې په خبره د دوهمي يعني آلماني ژبې د زده کړي له پاره يو مهم بنياد هم دی. خو د لوستنې او انځورګرۍ پر مهال نه يوازي د کډوالو ماشومان شتون لري، بلکي آلماني ماشومان هم دغو غونډو ته راځي. «موږ غواړو هغو ماشومانو ته چې يوازي آلماني ژبه يې زده وي، وښيو چې نوري ژبې څرنګه يو غږ لري.»

د توکمپالنې او تعصب په وړاندې هلې ځلې

د خپلې ټولنې په مرسته کلاينه سلګار او د هغې همکاران هڅه کوي چې د تعصب او توپيري چلند په وړاندې مبارزه وکړي. ځکه نو د نړيوالې ښوونې او مشورو ټولنې د توکمپالنې پر ضد په نړيواله اوونۍ کې ګډون کړی دی. د مارچ تر ۲۴ مې نېټې پورې په ټول آلمان کې څه د باندې۱۰۰۰ پېښې تر سره کيږي د دې له پاره چې د توکمپالنې په وړاندې مبارزه او د ټولنيز پيوستون روحيه پياوړې شوې وي.

دا چې تعصب څه معنی لري، دغه تجربه امينه اسواب ډېر ځله کړې ده. نوموړې ۳۳ کلنه ترکۍ له خپلو درو ماشومانو سره «نې کافې» ته راغلې ده. وړوکی محمد ايله لس اوونۍ عمر لري او په خپله زانګو کې ويده پروت دی. دواړه خويندې يې د نصرين تر څنګ مېز ته ناستې دي او په آلماني ژبه سره خبرې کوي. امينه اسواب له دوو لسيزو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي. د ۲۳ کلنۍ راهيسې هغې پوړنی په سر کړی دی. دا وايي چې «له هغه وخت راهيسې خلک راته تل له تعصبه ډکې څرګندونې کوي. پخوا راسره دا ډول چلند نه کېده. هغه سړی ډېر منفي متاثره کوي.»

له قضاوتونو پاک ژوند

د هغې لوڼې، مروه او عليه د آلماني ژبې تر څنګ به ترکي او عربي ژبو هم پوهيږي ځکه چې پلار يې له مراکش څخه دی. امينه اسواب وايي چې دا هڅه کوي خپلو ماشومانو ته وښېي چې «ټول خلک په يوې ټولني پوري اړه لري». پرته له دې چې «د هغوی پوستکی څه رنګ لري يا دا چې په کومه ژبه خبري کوي يا دا چې هغوی معيوبه دي او که نه.»

همدغه روحيه مېشتهيلد کلاينه سلګار او مونا خيرالدين هم غواړي پياوړې کړي. د مونا خيرالدين مور او پلار له مصر څخه دي او دا هم له دوو ژبو سره لويه شوې ده. دا وايي چې «د يوې ژبې څخه د زياتو ژبو زده کول يوه لويه خزانه ده»، چې «ماشومان کولای شي پرې ووياړي.»

نصرين خپل انځور رسم کړی دی. يو پلار، يوه مور او دوه ماشومان ورباندې راغلي دي، چې يو بل ته يې لاس ورکړی دی. يو ماشوم سپين او بل غنم رنګه دی. دا خبره په هغه کيسه کې هم ياده شوې وه چې دې مخکې واورېدله او اصلي ژوند هم همدغسې دی.