1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان سر بير پر اضافي عسکرو افغانستان ته د بېړني ځواک ماموريت هم پيلوي

۱۳۸۷ تیر ۳, دوشنبه

اوس ددې تمه کيږي چي د آلمان ددفاع وزير به په راتلونکو ورځو کي افغانستان ته د 1000 تنو نورو عسکرو د لېږلو اعلان وکړي

https://p.dw.com/p/EOpT
آلماني عسکر افغانستان ته د تلو دپاره تياری نيسي
آلماني عسکر افغانستان ته د تلو دپاره تياری نيسيانځور: AP

مخکي تر دې چي افغانستان ته د آلمان د نورو عسکرو د استولو خبر خپورسي د جرمني د دفاع وزير فرانس جوزيف يونګ په افغانستان کي د پوځي ماموريت د پياوړتيا تاييد کړی دی.

د ده د څرګندونو سره سم په افغانستان کي بايد ملکي بيا رغوني ته پياوړتيا ورکړل سي. اوس ددې تمه کيږي چي د آلمان ددفاع وزير به په راتلونکو ورځو کي افغانستان ته د 1000 تنو نورو عسکرو د لېږلو اعلان وکړي، چي په دې سره به د آلماني عسکرو شمېر 4500 ته ورسيږي.

د آلمان د دفاع وزير يونګ سر بيره پر دې د جولای د مياشتي د پيل څخه په افغانستان کي د بيړني ځواک د ماموريت د پيل څخه هم د فاع وکړه. د نوموړي د څرګندونو سره سم دغه ځواکونه لاتر اوسه پوري په آلمان کي دي. يونګ ويلي دي چي، په افغانستان کي د شرايطو د ټنګښت لپاره د آلماني ځواکونو وظيفې مرسته کول ، دفاع کول، منځګړيتوب کول او بالاخره جګړه کول دي.

د ملکي پياوړ تيا دپاره يونګ غواړي چي، د آلمان لخوا څخه د افغاني پوليسو د ښووني او روزني چاري ډيري سي. نوموړي ټکي په ټکي ويلي چي، موږ غواړو په راتلونکي کال کي 7500 افغاني عسکر وروزو. دا په داسي حال کي ده چي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو آلماني قومندان رمز تيره ورځ د يوې آلمانۍ راډيو سره په مرکه کي ويلي وه چي، که افغانستان ته د نورو ناټو عسکرو په لېږلو کي نورهم ځنډ راسي نور نو د ناټو ځواکونو پاته کېدل په افغانستان کي په دغه شمېر چي اوس دي بې ګتي دي.

بله خوا د آلمان د پوځي ځواکونو پخواني لوی څارونکي کويات ويلي دي چي، په مني کي په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د شمېر اضافه کېدل ناوخته کار دی ښه به داوي چي په هغه صورت کي دا کار تر سره نسي.