1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د امنيت د شورا غيردايمي غړي وګرځي

۱۳۸۹ مهر ۲۰, سه‌شنبه

ملګري ملتونه نن د غير دايمي غړو د غړيتوب پر سر رايي ورکوي. د امنيت په شورا کي د غير دايمي غړ لپاره دوه څوکي خالي کيږي. د کانادا او پرتګال تر څنګ آلمان هم د کانديد غړو په جمله کي دی.

https://p.dw.com/p/Pavc
په نيويارک کی د ملګرو ملتو د امنيت شورا
په نيويارک کی د ملګرو ملتو د امنيت شوراانځور: AP

آلمان غښتلي او مخکښه نوماند نه دی. بر عکس کاناډا او پرتګال ډېر پياوړي دي. کاناډا په ټوله نړۍ کې يو ډېر ښه نوم لري او يو منصفانه او بې طرفه هېواد ګڼل کيږي. پرتګال د يو کوچني هېواد په توګه د نورو وړو هېوادونو په برخه کې خپل چانسونه ښه بولي. په تېره بيا د جنوبي امريکا او افريقا د هېوادونو په منځ کې.

دوه اونۍ وړاندې د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو وېستروېله ملګرو ملتونو ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې د آلمان مثبت اړخونه او ښه توبونه راپه ګوته کړل او وویل:

«موږ آلمانيان په خپل هېواد کې نه يوازې د خپلو ملي منافعو په برخه کې هلې ځلې کوو، بلکې د نړيوالو غوښتنو په برخه کې هم، لکه سوله، بې وسلې کول، د اقليم ساتنه او پرمختيايي ګډ کار. ځکه موږ ځانونه د دغې څوکۍ وړ بولو.»

د هغو څلورو ورځو په ترڅ کې چې وېستروېله په نيو يارک کې و، ده د آلمان لپاره تبليغ کاوه. 32 ځله ده د نورو هېوادونو له وزيرانو سره وکتل تر څو دوه اړخيزې خبرې اترې ورسره وکړي. هغهِ د عربي هېوادونو د بهرنيو چارو له لسو وزيرانو سره ده د سبا ناري پر وخت وکتل. دغسې ورته هلې ځلې به اوسمهال هم تر سره کيږي.

نن د دوشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د آلمان په نمايندګۍ کې يوه مېلمستيا نيول شوې ده چې د آلمان ملاتړي او د ځينو هېوادونو نامطمين استازي به په کې برخه اخلي.

د پرتګال په څېر آلمان هم د وړو هېوادونو رايې غواړي خپلې کړي چې واړه هېوادونه په ملګرو ملتونو کې هرومرو اکثريت تشکيلوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر وخت وېسترويله وويل چې دغو هېوادونو ته تر اوسه پورې سمه پاملرنه نه ده شوې: «د ننۍ نړۍ له جوړښت سره برابره خبره نه ده چې افريقا او لاتينه امريکا د امنيت په شورا کې په دواملرونکي ډول نشته. آسيا هم د ځان څخه استازيتوب په حق سره کم بولي.»

دا چې دغه ستراتيژي به بريالۍ وخيژي که نه، د رايې اچونې پر مهال جوتيږي. آلمان دوه په درېو کې رايو ته اړتيا لري تر څو د دوو کالونو لپاره د امنيت د شورا د د امتياز لرونکو غړيو په کتار کې راشي، دا هغه هېوادونه دي چې وار په وار د جګړې او سولې په اړه پرېکړه کوي.

د آلمان برياليتوب به د وېستروېله لپاره هم يوه لويه ستره وي. برعکس ښايي چې د آلمان نهَ برياليتوب د وېسرويله يوه شخصي ماته هم وګڼل شي. دوه اونۍ وړاندې وېستروېله لا يو څه په احتياط سره خوشبينه و. هغه وویل: «د ورځې ستاينه بايد تر ماښامه پورې ونه شي. نوماندان بايد د ټاکنو تر پايلو پورې ونه ستايل شي. خو زه خوشبين يم. زموږ سيالان هم ډېر غښتلي دي. خو زموږ نفوذ او ډاډمنتيا په نړۍ کې خوښول کيږي.»

نيکولاس بوش شليوتر/ نسيم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم