1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي د هندوستان ښه ملگری واوسي

۱۳۹۴ مهر ۱۳, دوشنبه

د دریم وار له پاره د آلمان او هند تر منځ حکومتي سلا مشورې تر سره کیږي. د آلمان له صدراعظمې انګلا ميرکل، څلورو وزیرانو او یوه اقتصادي پلاوي څخه په نوي ډیلي کی هرکلی وسو.

https://p.dw.com/p/1Gip4
انځور: Reuters/A. Abidi

د جرمني له صدراعظمې انګلا ميرکل څخه د حکومتي مشورو د جوړیدلو په مناسبت په پوځي مراسمو سره هرکلی وسو. د هندوستان جمهور رئيس پراناب موکرجي او صدراعظم ناریندر مودي په نوي ډیلي کي انگلا میرکل ته ښه راغلاست ووایه. میرکل ټینگار وکړ چي آلمان غواړي د هندوستان د اقتصادي پرمختگ په لار کی مرسته وکړي: « جرمني غواړي یو ښه او مهم ملگری واوسي.»

تر دې د مخه د هندوستان صدراعظم د تویټر په لنډ پیغام کي لیکلي وو: «نمستې [په هندي ژبه سلام علیکم] صدراعظمې ميرکل! له تاسې او ستاسو د پلاوي څخه تود هرکلی کوو. زه د گټورو بحثونو او جرمني-هندوستان د مناسباتو تقویې ته خوشاله یم»

د سولر انرژۍ پروژه

د آلمان د صدراعظمې سره په دغه سفر کي د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، د پوهني وزیره یوهانه وانکه، د زراعت وزیر کریستیان شمیدت، پرمختیايی چارو وزیر گېرد مولر او ډیر شمیر سیاستوال او د اقتصادي برخې استازي برخه لري. په دغو حکومتي مشورو کی به د اقلیم ساتني، ښووني- روزني او اقتصادي پروژو په هکله خبري وسي. د دوی د خبرو نوري موضوعگاني له ترهگرۍ سره مبارزه او تسلیحاتي کنترول دي. سربیره پر دې د یوه میلیارد یورو په ارزښت د سولر انرژۍ یوگډه پروژه هم پلان سوې ده.

د دې انتظار هم کیږي چي مودي او میرکل به د هندوستان او اروپايي ټولنې تر منځ له رکود سره مخامخ د آزاد تجارت تړون پر سر خبري وکړي. د جرمني پانگه اچونه په هندوستان کی څه ناڅه ۹،۷ میلیارده یورو ته رسیږي او ۱۶۰۰ آلماني شرکتونه هلته فعالیت کوي.

د هند صدراعظم نریندر مودي خپلې آلمانۍ سیالې انگلا میرکل ته د هرکلی ویلو پر مهال
د هند صدراعظم نریندر مودي خپلې آلمانۍ سیالې انگلا میرکل ته د هرکلی ویلو پر مهالانځور: Reuters/A. Abidi

د مالیاتي سیستم آسانه کول

د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر بیا په هندوستان کي دمالیاتي سیستم د آسانه کولو غوښتنه وکړه. هغه هندوستان ټایمز، نومط ورځپاڼي ته ویلي دي: «د مځکو اخیستلو مشکلات او همدارانگه د مالیاتي او گمرکي محصول پر سر شخړي باید هواري سي، ترڅو پانگه اچونو ته زمینه برابره سي.» شتاین مایر زیاته کړه: «په ټول هیواد کې د اجناسو او خدماتو د خرڅلاو پر سر د مالیاتو مروجول به مخ پر وړاندي یو لوی قدم وي.»

هغه وویل چي مودي پر ښه لار روان دی. خو ټینگار یې وکړ چي «په هندوستان کې د آلماني شرکتونو له پاره د اعتماد وړ حقوقي او اداري-تخنیکي شرایطو برابریدل ضروري دي.»

د سه شنبې په ورځ به ميرکل د هندوستان جنوب بنگلور ته پرواز وکړي، چیري چي به هغه له آلماني شرکت بوش، څخه لیدنه وکړي او په الماني-هندي فوروم کي به هم گډون وکړي.

له دې مخکې د هند صدراعظم، مودي په اپریل میاشتې کي د آلمان په هانوور نندارتون کي برخه اخیستې وه. دغه هندی نېشنلست چې په هندوستان کي د اقلیت مسلمانانو په مقابل کي یې سیاست لانجمن دی، د ۲۰۱۴ م کال په می کي په دې ژمنې سره قدرت ته ورسید، چي د خپل هیواد اقتصادي سکتور به نور هم پرانیځي او بهرنۍ پانگي به راجذبوي.