1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان غواړي په ۲۰۱۷کال کې ډیر رد شوي مهاجر وباسي

۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبه

تیرکال له جرمني څخه کابو ۸۰ زره رد شوي مهاجرین بيرته خپلو هيوادونو ته ولېږل شول او اوس داسې انګیرل کیږي چې دغه شمیره به په ۲۰۱۷م کال کې لا هم لوړه شي.

https://p.dw.com/p/2Xsij
Deutschland Handys von Flüchtlingen im Visier
انځور: picture alliance/NurPhoto/N. Economou

د انګلا ميرکل د دفتر ریس، پیترالتمایر د «بیلډ ام سونتګ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي چې په ۲۰۱۶م کال کې له ټولو ۷۰۰ زرو د پناه غوښتنو څخه تقریباً نیمايي یې رد شوي دي او دغه کار د ډیر شمیر رد شوو مهاجرینو د ایستلو سبب شوی.

سربیره پر دې، التمایر وویل، د دې له پاره چې د پناه غوښتنې د سیستم په هکله د خلکو ډیر ملاتړ وشي، دا مهمه ده چې دغه کسان پر وخت بیرته ولیږل شي.

آلمان په تیرو ۱۸ میاشتو کې تر یو میلیون ډیرو مهاجرو ته چې له سوریې، عراق او افغانستان څخه د جګړو او زورزیاتي له امله تیښتې ته مجبور شوي دي، په خپل هیواد کې ځای ورکړی دی.

هغه کسان چې د پناه غوښتنه کوي، باید په خپلو هیوادونو کې د تعقیب په هکله معلومات وړاندي کړي. په ورته وخت کې د ډیرو هغو کسانو چې د پناه غوښتنلیکونو ته یې منفي ځواب ورکړل شوی دی، په دې هیواد کې د لنډې مودې له پاره د اوسیدو اجازه ورکړل شوې ده، او دغه کار اوس د ميرکل محافظه کاران غواړي چې محدود کړي.

التمایر وویل: «تیر کال موږ ۸۰ زره هغه مهاجر چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، بیرته خپلو هیوادونو ته ولیږل او دا یو ډیر لوی شمیر دی.» نوموړي همدا راز زیاته کړه: «دغه شمیره به نوره هم لوړه شي. په ۲۰۱۶م کال کې تقریباً ۷۰۰ زره د پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي دي او کابو ۳۰۰ زره یې رد شوي دي. موږ به دغه رد شوي کسان ډیر ژر بیرته خپلو کورنو ته ولیږو، ځکه که چیري دغه کار ونه کړو، نو دا به د یو قانونمند هیواد په توګه زموږ اعتماد خراب کړي.»

د مهاجرو په هکله د حکومت سخت دریځ

له ډیري مودې راهیسې د آلمان صدراعظمه پر دې خبره ولاړه وه چې هیواد یې باید تر تعقیب لاندي کسانو ته خپلې دروازې پرانیستي پریږدي. خو د دوی ملګري ګوند سیوسیال مسیحي اتحاد بیا غواړي چې په کلني ډول تر ۲۰۰ زرو مهاجرو ته د راتګ حد تعین کړل شي.

د «بیلډ ام زونتګ» ورځپاڼي له خوا ترسره شوې یوه سروې ښيي چې «اس. پې. ډې» یا سوسیال دموکرات ګوند له ۲۰۰۶م کال راهیسې په اول وار تر محافظه کارانو مخکښ شوي دي.

ځینې سروې ګانې بیا ښي اړخي، د مهاجرت ضد او د آلمان له پاره بدیل گوند په دریم ځای کې ځای په ځای کوي.

بل لوري ته التمایر ویلي دي چې هغه هیله مند دی چې د دې هیواد په سنا کې چیري چې «اس. پې. ډې» او زرغون ګوند د حکومت مخه ډب کولای شي، ډیر ژر به د تونس، الجیریا او مراکش درجه بندي بدله کړي، څو له دغو هیوادونو څخه په اسانه توګه پناه غوښتونکو ته رد ځواب ورکړل شي.

هغه وویل چې په افغانستان کې داسې خوندي سیمې شته چې په کښې رد شوي پناه غوښتونکي په خوندي توګه ژوند وکړي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: