1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د ټولو افغان مهاجرو فيصلې وځنډول سوې

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

و افغانستان ته د رد سوو پناه غوښتونکولېږد په آلمان کي د زیات وخت راهيسي شخړيزه موضوع ده. اوس اړونده اداره د برلين نوي فيصلې ته انتظار باسي.

https://p.dw.com/p/2fkJA
München Demonstration gegen Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Balk

د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره د آلمان فدرالي ادارې BAMF د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې فيصلې متوقفي کړي دي. په آلمان کي د «فُنکه» په نوم د رسنيو ډلې راپور ورکړی چي ياده فدرالي ادارې په کابل کي د وروستي بريدونو وروسته دغه فيصله کړې ده او دې ته انتظار باسي چي د افغانستان د امنيت په تړاو د نوي ارزونې تنايج برسېره سي.

دا په داسی حال کي ده چي د آلمان حکومت تر اوسه دا استدلال کاوه چي په افغانستان کي امن سيمي موجودي دي، او دا چي و افغانستان ته د رد سوو مهاجرو لېږد غېرمسؤلانه کار نه دی. خو د مهاجرو د ملاتړ سازمانونو او په همدې راز د آلمان په پارلمان کي د اپوزيسيون ګوندونو د افغان مهاجرو لېږد د افغانستان امنيتي وضعې ته په کتو سره ناسم کار بولي.

د رسنيو د راپور له مخي د BAMF ادارې د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنې د دوسيو ځنډول کېدنه تائيد کړې ده. يادي ادارې ويلي دي چي د فيصلو پروسه يې :«په هغه تناظر کي ځنډولې چي د بهرنيو چارو وزارت ژمنه کړې چي د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو نوې ارزونه به ژر» وړاندي کړل سي. خو دا چي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت به د افغانستان د امنیتي وضعې په تړاو کله خپله نوې ارزونه وړاندي کړي، لا نه ده معلومه.

حتمي فيصله

د رسنيو د یادي ډلې په راپور کي راغلي دي چي د کډوالۍ اداره به د دې وروسته هم نه یوازي دا چي له افغانانو څخه د پناه غوښتنې لومړۍ عريضې بلکه ورپسې عريضې هم مني. البته د دغو دوسيو حتمي فيصلې به تر هغه وخته ځنډېلي وي، تر څو چي د افغانستان د امنيتي وضعې په تړاو د آلمان حکومت نوې ارزونه نه وي وړاندي کړې. هغه افغان پناه غوښتونکي چي لا تر اوسه يې مرکې نه دي سوي له هغوی څخه به د مرکو اخيستلو لړي هم ادامه ولري.

د کډوالۍ د ادارې وياندي ويلي دي چي د افغان پناه غوښتونکو د پناه غوښتنو فيصلې د لنډي مودې له پاره ځنډول سوي او نه د پناه غوښتنې د قانون د ۱۱مې مادي له مخي د اوږدې مودې له پاره.

که چا تېرايستنه کړې وي

د افغان پناه غوښتونکو د دوسيو د فيصلو مؤقتي درول کېدل په داسي حال کي په رسنيو کي موضوع ګرځېدلې چي د دې وروسته هم افغانستان ته د جرم مرتکب سوو افغان مهاجرو او تېرايستونکو لېږد امکان لري. د رسنيو د راپورونو له مخي د کډوالۍ اداره به د هغو افغانانو د دوسيو پرېکړي نه ودروي چي د خپل هويت په تړاو يې غلط معلومات ورکړي وي.

د BAMF په وينا د ۲۰۱۷ کال د می مياشتي تر پای پوري د افغان پناه غوښتونکو ۲۹۴۹۸ دوسيې دې ته په انتظار وې چي پرېکړه يې وسي. زياته سوې چي د می په ۳۱مه نېټه ۱۴۳۱۲ داسي افغانان په آلمان کي ول چي بېرته خپل هيواد ته په ستنېدو مکلف سوي ول. خو له ياد شمېر څخه ۱۰۲۴۰ داسي کسان ول چي د دولدونګ په نوم سند يې درلود چي دغه کسان نه سوای اخراج کېدلای.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.01.2017):