1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ «د پناه غوښتنې زياتي فيصلې ناقصه دي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۶, شنبه

د ناردراین ويستفالن ایالت د عدليې وزير توماس کوچاتي وايي چې د دغه ایالت په اداري محاکمو کې د پناه غوښتونکو د دوسيو د څيړلو کار تر ډیر بريده د فدرالي ادارې لخوا د لږو معلوماتو د ورکړې له امله سختيږي.

https://p.dw.com/p/2cWoW
Deutschland Flüchtlinge Asylantrag Berlin
انځور: Reuters/S. Loos

د آلمان د ناردراین ويستفالن ایالت د عدليې وزير توماس کوچاتي، جمعې په ورځ د دغه ايالت مرکز دوزلدورف ښار کې وويل چې د فدرال آلمان مهاجرت ادارې لخوا د پناه غوښتونکو د دوسيو د څيړنو په اړه چې کوم معلومات ايالتونو ته رسيږي، اکثره يې په لوړه کچه تناقص کې قرار لري.

کوچاتي زیاته کړه چې له دې نه علاوه، د محاکمو او د فدرال آلمان د مهاجرت ادارې ترمنځ په همغږۍ کې هم ستونزې موجودې دي. هغه وويل د فدرال اداره د پناه غوښتونکو د قضيو د روښانه کولو په اړه د محاکمو پوښتنې يا بې ځوابه پريږدي او يا يې په ډیر ځنډ سره ځوابوي.

د همکاريو نشتون کارونه سست کړي

د نارد راين ویستفالن ايالت د عدليې وزير يوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه، هغه وویل چې د مهاجرت ادارې کارکونکي د دغه ايالت سره نه د ټيلفون له لاري او نه هم په کتبي ډول په تماس کې دي. وزیر زیاته کړه په دا ډول وضعيت کې د توقع مطابق د مهاجرو دوسيو ته په چټکۍ سره رسيدګي نشي کيدلای.

توماس کوچاتي وویل: « د فدرال آلمان د مهاجرت ادارې لخوا د همکارۍ نشتون او د مهاجرو کارونو ته د پاملرنۍ نشتون تر ډيره بريده د محاکمو په کارونو کې خنډونه رامنځ ته کړي دي».

نوموړي زیاته کړه: « که چيرته د فدرال آلمان د مهاجرت اداره خپل کارونه په اساسي توګه ترسره کړي، په هغه صورت کې به زمونږ اداري محاکمو سره زياته مرسته شوي وي». دې سره جوخت به ايالتي حکومت هم هڅې وکړي تر څو د کارونو د لا ښه مخته وړلو لپاره نور قاضيان په دندو وګماري.

محاکمو کې د دوسيو زیاتوالی

د دغه ايالتي وزير په خبره، د نارد راين وستفالن ايالت په محاکمو کې د مهاجرو د دوسيو څيړلو کارونه د تيرکال په پرتله له دوه برابرو څخه هم زيات شوي دي. په دې کې بيا ۵۱۴۰۰ يې هغه دوسيې دي چې عاجلو څيړنو ته اړتيا لري.

د توماس کوچاتي په وينا دغه رقم په ۲۰۱۵ کال کې د ۲۱۲۰۰ په حد کې وو. د روان کال په لمړيو درو مياشتو کې د ناردراين ويستفالن ايالت محاکمو ته نژدې ۲۳۹۰۰ غوښتنليکونه رسيدلي دي.

epd/h