1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ مهاجرین د قرضونو په دام کې

۱۳۹۶ تیر ۸, پنجشنبه

په ژبه او پیچلو قوانینو باندې نه پوهیدل د دې لامل کیږي چې شرکتونو په آسانه توګه تازه راغلي مهاجرین ښکار کړي. خو د پیردونکو د خدمتونو یو دفتر د قرضونو او اوږدمهاله پیسو ورکوونې د مخنیوي له پاره ځینې لارښوونې وړاندې کوي.

https://p.dw.com/p/2fcAU
Thüringen Flüchtlingsunterkunft Flüchtlinge Smartphones
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

سوریايي ۲۸ کلن مهاجر احمد په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې اروپا ته په زرهاوو نور سوریايي مهاجرین راغلل، تر دوی لږ څه مخکې هغه آلمان ته راغلی وو. له هغه وخت راهیسې هغه وکولای شول چې آلمان ژبه زده کړي او د اړیکو په څانګه کې د خپل لیسانس په مټ یې وکولای شول چې د بن ښار دولتي اداره کې د سلاکار په توګه کار وموندي.

د نورو ګڼ شمیر پناه غوښتونکو په شان چې آلمان ته راځي، احمد هم په سر کې د مختلفو تلفوني قراردادونو او د تلفون له لارې د سوداګرۍ له امکانات ډیر خوښ وو. له نیکه مرغه، هغه په دې دام کې ګیر نه شو.

 نوموړي په دې هکله وویل: «کله چې ما خپل ځیرک تلفون راونیو، نو ما ټولې پیسې نغدې ورکړې. زما د تلفون قراردادونه نه خوښیږي.» هغه وړاندې همدا راز زیاتوي چې یوځل زه د بریښنايي آلاتو یوه دوکان ته له خپل ملګري سره ورغلم، ځکه زما ملګري ژباړن ته ضرورت درلود. احمد وايي چې زما ملګري په ناپوهۍ د مخابراتو له یو شرکت سره د ۴۰۰ یورو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ ځکه هغه غوښتل چې د تلفون د لرلو له پاره په یو وار پیسې ورنکړي.

د قرضونو دام

پیترا مایر، د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په مرکز دوسلدورف کې د پیرودونکو د خدمتونو د دفتر د روزنې او څیړنې د څانګې مشره په دې هکله وايي چې دې ته ورته پیښې په آلمان کې د تازه راغلو مهاجرینو له پاره تازه نه دي.

په آلمان کې د تلفون زیاتره قراردادونه یوازې هغه وخت فسخ کیدای شي چې یو کس درې میاشتې وړاندې د قرارداد د فسخ کولو په هکله شرکتونو ته خبر ورکړي. مایر وايي چې «دې ته ورته ځینې شیان چې په آلمان کې ډير پیښیږي، د مهاجرینو په اصلي هیوادونو کې په بل شکل وي.» هغه زیاتوي چې دغه څه د مهاجرینو له پاره په مالي سردرد بدلیږي.

په زیاتره بیلګو کې کله داسې هم پیښیږي چې یو مهاجر د قرارداد پیسې په وخت ادأ نه کړي. کله چې په وخت سره د قرارداد پور ادأ نه کړل شي، نو په دې صورت کې یو شخص د آلمان د پورونو د څیړنې د ادارې یا «شوفا» لخوا په تور لیست کې اچول کیږي. کله چې یو څوک د دې ادارې لخوا په تور لیست کې واچول شي، نو بیا څوک له دې امله چې د قرض ورکولو شرایط یې نه وي پوره کړي، نه شي کولای چې په آلمان کې کور په کرایه پیدا کړي.

مایر همدا راز تشریح کوي چې څنګه مخابراتي شرکتونه خلک تیرباسي. نوموړې په دې هکله وايي: «د بیلګې په توګه د ځیرک تلفونونو په قراردادونو کې دوی [شرکتونه] د تلفونونو ارزښت راټیټوي. په دې توګه یو تلفون یوه یورو بیه لري او قرارداد د ۲۴ میاشتو له پاره وي. په دې سره تاسې اړ یاست چې په همدې موده کې پيسې ورکړی او په لنډ وخت کې یې فسخ  کولای هم نه شئ. زیاتره خلک پرته له دې چې په دې موضوع ګانو وپوهیږي، ګڼ شمیر دې ته ورته قراردادونه لاسلیک کوي.

په یوه بله بیلګه کې، بریښنایې شرکتونه د بریښنا د لګښت له پاره په میاشتني ډول خپلو پیرودونکو ته بیلونه لیږي او پیرودونکي د کال په پای کې د اصلي مصرف بل هم ترلاسه کوي. په زیاتره پیښو کې دغه څه هم د دې باعث ګرځي چې یوڅوک لا ډیرې پیسې ادأ کړي او خلک د دې له پاره له مالي اړخه چمتو نه وي. مایر تشریح کوي چې د مهاجرینو په اصلي هیوادونو کې دغه څه په بشپړه توګه په بله بڼه ترسره کیږي.

مایر وايي چې زیاتره شرکتونه د پیرودونکو له ناپوهۍ څخه ګټه پورته کوي او له همدې امله د پیردونکو د خدمتونو دفتر بیا مداخله کوي ترڅو مخکې له دې چې پیرودونکي د دوی په دام کې پریوزې، له دې څه څخه مخنیوی وکړي.

روزنه او عامه پوهاوی

طارق چې ۲۴ کلن دی او د انځورګرۍ او ډیزاین په څانګه کې زده کړې کوي، په دې توانیدلی چې تراوسه پورې په دې دامونو کې ګیر نه شي. خو نوموړی هغه وخت په شوک کې شو چې له هغه سره درې میاشتې وړاندې یوه تلفوني اړیکه ونیول شوه. نوموړی وايي: «ما ته یوې میرمنې زنګ وواهه او راته ویې ویل چې د بریښنا د بل پیسې باید ورکړم خو ما په خپل نامه د بریښنا هیڅ قرارداد نه درلود.» هغه وايي چې ما په ګډه په یوه اپارتمان کې ژوند کوو.

د همدې ستونزو او د قراردادونو د روښانه کولو له پاره د مایر اداره د آلمان په دوسلدورف ښار کې روزنیز او د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچوي.

مایر په دې هکله تشریح کوي چې موږ د ادغام کورسونو ته ورځو او د ځیرک تلفونو پر قراردادونو او د کورونو د بریښنا د قراردادونو پر موضوعاګنو خبرې کوو. په دې کې ډیر معلومات وړاندې کیږي، لکه په آلمان کې د بریښنا لګښت څومره دی او د کور د ګرم ساتلو سیستم څنګه کار کوي. نوموړی وايي چې موږ تازه راغلو مهاجرینو د کور د لګښت د ټیټولو په هکله هم روزنه او معلومات ورکوو.

تر دې کورسونو او د عامه پوهاوي تر پروګرامونو وروسته، زیاتره کسان په دې پوهیږي چې باید څه وکړي. مایر وايي: «په دې هکله موږ ډیر مثبت ځواب او کیسې ترلاسه کړي. د څارونکو په وینا مهاجرینو ته په دې هکله عامه پوهای د دې سبب ګرځي چې دوی د شرکتونو لخوا د قرض په دامونو کې ګیر نه شي او له مالي اړخه کورنۍ له ستونزو سره مخ نه شي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (05.01.2017):