1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ مهاجر د ايالتي ټاکنو غوره موضوع ده

۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبه

د مهاجرو د بحران د پېل راهيسي به د لومړي ځل له پاره ايالتي ټاکني وښيي چي دغه موضوع پر رايه اچونکو څومره اغېز کړی. د يکشنبې په ورځ په درو ايالتونو کي ټاکني تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/1ICKm
انځور: picture-alliance/dpa/D. Maurer

د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۱۳مه نېټه) د آلمان په درو فدرالي ايالتونو باډن ويورټمبېرګ، راين لانډ فالڅ او زاکسن انهالټ کي د ايالتي پارلمانونو له پاره ټاکني تر سره کيږي. د دغو ټاکنو له پاره په کامپاينونو کي د مهاجرو بحران تر ټولو مهمه موضوع وه. دا په داسي حال کي چي همدغه موضوع د آلمان د مرکزي پارلمان بُنډسټاګ او د مرکز د سياست يوه مهمه موضوع هم ده. ډېر کم وختونه داسي پيښيږي چي د مرکز يوه موضوع دي په ايالتي ټاکنو کي هم دومره ښکاره او مهم رول ولري.

اټکل کيږي چي د دغو ايالتي ټاکنو پايلي به په غېر مستقيمه توګه د مهاجرو په وړاندي د صدراعظمې انګېلا مېرکل د سياست په تړاو د ولس نظر څرګند کړي. د مهاجرو موضوع ښايي د دې لامل سي چي په يادو درو فدرالي ايالتونو کي د ټاکنو وروسته په پارلمان کي دننه د ګوندونو ونډي زيات تغير وخوري.

نظر پوښتني ښيي چي «د آلمان له پاره بديل» يا AfD په نوم ګوند به په درو واړو فدرالي ايالتونو کي د پارلمان چوکۍ وګټي. دا په داسي حال کي چي نورو ګوندونو هوډ کړی چي د دغه ښې اړخه پوپولستي ګوند سره به هيڅ ائتلاف نه جوړوي. د يکشنبې د ورځي د درو ايالتي ټاکنو یو بل نوښت دا هم دی، چي د يادو درو ايالتونو پر قدرت حکومتونو څخه يو لا هم ډاډه نه دی، چي د ټاکنو په ترڅ کي به بيا وټاکل سي.

زرغون ګوند په سويل لوېديځ کي

د باډن ويورټمبېرګ په فډرالي ايالت کي زيات چانسونه سته چي اوسنی ايالتي لومړی وزير وينفريډ ګرېچمان چي د زرغون ګوند سره تړاو لري، بیا لومړی وزير سي. نوموړی په خپل ايالت کي زيات محبوبيت لري. د نظر پوښتنو د پايلو له مخي داسي چانسونه سته چي زرغون ګوند د لومړي ځل له پاره په دغه ايالت کي تر نورو ټولو ګوندونو زیاتي رايي په لاس راوړي. زرغون ګوند اوس د سوسيال ډيموکراټ ګوند سره ائتلافي حکومت پر مخ بيايي. خو داسي معلوميږي چي د يکشنبې د ټاکنو وروسته به دغه ائتلاف ونه کولای سي چي بیا اکثريت تر لاسه کړي. هغه په دې وجه چي اټکل کيږي چي سوسيال ډيموکراټ ګوند به د پخوا په پرتله ډيري کمي رايي وګټي.

د باډن ويورټمبېرګ پر فډرالي ايالت په اصل کي اکثره وختونه د انګېلا مېرکل د مسيحي ډيموکراټ ګوند CDU حکومت کړی دی. خو داسي معلوميږي چي دغه ګوند به د لومړي ځل له پاره تر ۳۰ سلنې څخه کمي رايي په لاس راوړي او په دې توګه به په دغه ايالت کي د خپل تاريخ تر ټولو خرابي انتخاباتي پايلي ولري.راين لانډ فالڅ

له ښه اړخه: يوليا ګليوکنر، مالو دراير
له ښه اړخه: يوليا ګليوکنر، مالو درايرانځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold

په راين لانډ فالڅ کي اوس في الحاله د سوسيال ډيموکراټ ګوند په مشرۍ د زرغون ګوند سره ائتلافي حکومت پر واک دی. خو د دغه ايالت لومړۍ ايالتي وزيره مالو دراير بيره لري چي د يکشنبې په ټاکنو کي به د دې او زرغون ګوند د حکومت جوړولو له پاره په کافي اندازه رايي په لاس نه راوړي. د نظر پوښتنو له مخي په دغه ايالت کي زرغون ګوند د رايو ورکونکو زيات ملاتړ له لاسه ورکړی دی. له بل اړخه د مسيحي ډيموکراټ ګوند غوره کانديده يوليا ګليوکنر د نظرپوښتنو له مخي په محبوبيت کي د مالو دراير سره يو شان ده.

دا لومړی ځل دی چي په آلمان کي په ټاکنو کي د دوو لويو ګوندونو غوره کانديداني مېرمني وي. نظر پوښتني ښيي چي د AfD ولس پارونکی ګوند به په د راين لانډ فالڅ ايالت په ايالتي ټاکنو کي ۷ سلنه رايي په لاس راوړي.

زاکس انهالټ

د آلمان په زاکسن انهالټ ايالت کي د مسيحي ډيموکراټ ګوند په مشرۍ د سوسيال ډيموکراټ ګوند سره لوی ائتلاف حاکم دی. نظر پوښتني ښيي چي دا امکان موجود دی چي د سوسيال ډيموکراټ ګوند ښايي په لومړي ځل په دغه ايالت کي دومره لږي رايي په لاس راوړي چي څلورم لوی ګوند وګرځي. ښايي دغه ګوند د مسيحي ډيموکراټ، کيڼ ګوند او AfD درو واړو ګوندونو څخه لږ رايي په لاس راوړي.

په يادو درو واړو ايالتونو کي پر ۱۲،۷ مليونو د رايه اچولو حق درلودونکو ږغ سوی دی، چي خپلي رايي وکاروي. داسي اټکل نه کيږي چي د دغو درو ايالتونو پارلماني ټاکني به د آلمان د فډرالي ايالتونو په شورا بُنډس راټ کي د اکثريت د بدلېدو لامل سي.