1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ۱۰۰۰ افغان مهاجر ديپورت کيدلای سي

۱۳۹۵ بهمن ۳, یکشنبه

د ناتائيد سوو راپورونو پر اساس به د سه شنبې په ورځ يوه ډله افغان مهاجر له آلمان څخه کابل ته وليږدول شي. خو د مهاجرو د ملاتړ (پرو ازول) سازمان بيا ويلي چې امکان لري د رد سوو افغانانو د اخراج بهير له دوشنبې څخه پیل شي.

https://p.dw.com/p/2WDVe
Frankfurt aM Abschiebung abgelehnter Asylbewerber nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د مهاجرت په چارو کې ځينو افغان ادارو پر حواله، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه) به يوه ډله افغان مهاجر له آلمان څخه کابل ته وليږدول شي. خو د مهاجرو ملاتړکونکی سازمان (پرو ازول) بيا ويلي دي چې امکان لري د افغان مهاجرو د اخراج بهير له دوشنبې ورځې څخه پیل شي.

حاضر دمه په آلمان کې نژدې ۱۰۰۰ تنه افغان مهاجر د اخراج له خطر سره مخ دي. د آلمان دولت او ايالتونه په پام کې لري چې دغه مهاجر په اجباري توګه په مختلفو پروازونو کې خپل هيواد ته واستوي. په عين وخت کې له مهاجرو څخه يو شمير ملاتړکونکو بنسټونو د آلمان دولت له دغه اقدام سره سخت مخالفت ښودلی او هڅې کوي تر څو دغه بهير عملي نشي.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت لخوا وړاندې کړل شوي ارقام ښيي، هغه افغان مهاجر چې له آلمان څخه بيرته خپل هيواد ته د اخراجيدو په معرض کې قرار لري، شمير يې ۱۱۹۰۰ تنو ته رسيږي. دغه وزارت وايي چې له دغه شمير څخه ۱۱۵۰۰ تنو د «دولدونګ» يا د اخراج د ځنډيدو پاڼې ترلاسه کړي دي. کوم مهاجر چې يادې پاڼې په لاس کې لري، تر هغې پورې چې د اخراج شرایط يې مساعد کيږي، د همدې پاڼو په مخ ورته آلمان کې د اوسيدو چانس ورکول کيږي. د دغه شان افغان مهاجرو څخه لس سلنه يې په بايرن ایالت کې ژوند کوي، چې په جدي ناروغيو د اخته کيدو او يا د کافي اسنادو د نه لرلو له وجې په آلمان کې پاتې کيږي.

حسيب افضلي، يو له هغو افغان مهاجرو څخه دی چې، په پام کې وو تيره مياشت د ۳۴ تنو افغان مهاجرو په ډله کې افغانستان ته وليږدول شي. د تيرکال ډسامبر مياشتي په ۱۴ مه پولیس د افضلي د نيولو او د فرانکفورت هوايي ډګر ته يې د استولو په موخه هستوګنځي ته ورغلل، خو هغه د مخه له خپل ځايه وتلی او په هاسفورت ښار کې يې له يوې کلیسا څخه پناه غوښتې وه.

که څه هم د افضلي د پناه غوښتنې درخواست د آلمان د مهاجرت ادارې لخوا رد شوې ده، خو افغانستان کې د اوسيدو ځاي د ناامنۍ په دليل يې څو ځله د دولدونګ پاڼې ترلاسه کړي دي.

افضلي د وروستي ځل لپاره د تير کال په دسامبر مياشت کې د آلمان د مهاجرت ادارې لخوا د دولدونګ پاڼه ترلاسه کړې ده. د دغې پاڼې معياد تر يوې مياشتې پورې وو. له هغې وروسته نور بايد نوموړی د آلمان خاوره پريږدي او افغانستان ته وليږدول شي. خو دا چې د هغه اجباري اخراج به څه وخت ترسره کيږي، خپله هم نه پوهيږي. دغه وضعيت د افضلي له سترګو خوب تښتولی او اوس ناروغ دی.

حسيب افضلي له شپږو کلونو راهيسې په آلمان کې ژوند کوي او له درو کلونو راپديخوا د جرثقیل چلونې پر کار بوخت دی. دغه افغان مهاجر دغه راز توانيدلی دی چې د فوټبال لوبې د تمريناتو پر وخت له خپلو ملګرو څخه آلماني ژبه هم زده کړي. هغه وايي:« ما کرایه تحويل کړې ده».

د بايرن ايالت په مربوطاتو کې د پروتستانت کليسا د مهاجرت برخې وياند ستيفن رايشل وايي: « شخصاً زه کاملا دې سره موافق يم، هغه کسان چې آلمان کې د اوسيدو د واجدو شرایطو سره برابر ندي، د هيواد وضعيت په ښه کيدو سره دې بيرته هلته وليږدول شي». خو رایشل د افضلي په برخه کې بيا مثبت نظر نلري. هغه وايي:« خو اوس وخت کې افغان مهاجر نشي کولای خپل هيواد ته واستول شي».

حاضر دمه د افغانستان په مختلفو سيمو کې جکړه روانه ده. دولتي ځواکونه په ګڼو جنګي جبهو کې د وسلوالو طالبانو سره په وسلواله مبارزه کې بوخت دي.

دا چې د کومو هيوادونو مهاجر دې بيرته خپلو سيمو ته واستول شي، پريکړه يې د آلمان د کورنيو چارو وزارت پورې اړه لري. افغانستان، د دغه وزارت د پاره د نسبتا يو امن هيواد حيثیت لري. په همدې دليل آلمان غواړي رد شوي افغان مهاجر بيرته هلته واستوي. د آلمان د کورنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي چې « د وسلوالو طالبانو د بريدونو هدف په ځانګړې توګه پر بهرنیو ځواکونو باندې متمرکز دي، نه پر ملکي کسانو».

د دغه وزارت په وينا، کابل، پنجشیر، بامیان او هرات د افغانستان د نسبتا امنو سيمو څخه شميرل کيږي چې د ملکيانو د اوسيدو لپاره په کې نسبتا امنيت شتون لري.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمیزیر د تير کال په نوامبر مياشت کې په پروکسل کې ويلې وو: « مونږ غواړو افغانانو ته دا پيغام ورسوو چې هملته پاته شئ! مونږ تاسو له اروپا څخه نيغ په نيغه بيرته افغانستان ته استوو».

ديميزير دغه راز ويلې وو چې دغه اقدام ځکه هم ضروري ګڼل کيږي تر څو يې په مرسته وشو کړای د مهاجرت بهیر د بررسۍ سيستم په ښه او موثره توګه وساتو.

دغو ټولو حالاتو ته په کتو حسيب الله افضلي وايي چې د دوی په سيمه کې ټول خلک په وسلو سمبال دي او د « کلاشينکوف» سپکې وسلې په لاس لري. هغه د بيلګې په توګه د يو تن خپلوانو انځور ښکاره کوي چې په اوږه يې وسله ګرځوي. هغه آلمان ته په خطاب کې وويل: « که زه په افغانستان کې د دوي (وسلوالو) په منځ کې واوسم نو څه به وشي؟ خو دلته زه د يو عادي انسان په توګه ژوند کوم».

«افغانان کومو ۲۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې سفر کولای سي؟»