1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ ۱۵زره مهاجر په موقتي کمپونو کې ژوند کوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۷, یکشنبه

شاوخوا يونيم کال مخکې آلمان ته په سلونو زره مهاجر ورسیدل، خو لا هم ۱۵ زره مهاجر د دغه هيواد په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. د دغو مهاجرو ۹۰ سلنه يې پلازمينه برلین کې پراته دي.

https://p.dw.com/p/2cYT9
Deutschland Turnhalle der Uni Siegen
انځور: picture-alliance/dpa/Uni-Pressestelle

د شپيګل مجلې د ېوې نظرپوښتنې پر اساس چې د آلمان په ۱۶ ايالتونو کې يې ترسره کړې، اوس هم په دغه هيواد کې ۱۵زره مهاجر په موقتي کمپونو کې ژوند کوي. په عين حال کې اکثره ايالتونه بيا په دې بريالي شوی دي چې موقتي کمپونه بند او مهاجرو ته د هستوګنې هوسا ځايونه برابر کړي.

د دغه رپوټ پر اساس تر ټولو زيات مهاجر د پلازمينې برلين ښار په موقتي کمپونو کې ژوند کوي، ځکه په دغه ښار کې د هستوګنځايونو امکانات له کلونو راپديخوا مخ په کميدو يا کم دي.

شپيګل ليکي چې اوسمهال ۱۳ زره او ۴۰۰ مهاجر په موقتي کمپونو کې ژوند چې د ادارو پر وينا له دې ډلې څخه ۲۱۰۰ تنه يې په «ډير بد وضعيت» کې قرار لري. د خصوصي حريم لپاره د ډيرې محدودې فضا شتون او په يوه لوي سالون کې ګډ کورونه چې يو بل ته مخامخ دروازې لري د دغو ځایونو د «بد وضعيت» بیلګې دي.

د لويو سيمو، لکه د نارد راين ويستفالن ايالت په موقتي کمپونو کې ۱۶۰۰ او هامبورګ کې ۶۰۰ تنه مهاجر اوسيږي.

آلمان په ۲۰۱۶ کال کې ۲۸۰ زره مهاجر منلي دي، په ۲۰۱۵ کال کې بيا دغه شميره ۸۹۰ زرو ته رسيدلې وه.

د فدرالي آلمان ادارې د يو رپوټ پر اساس په ۲۰۱۶ کال کې لږ ترلږه ۸۰ زره مهاجر د اداراتو لخوا د يو څه مالي مرستو په ترلاسه کولو، په داوطلبانه ډول له آلمان څخه وتلي دي.

په روان کې داسې امکانات شتون لري چې د هغو مهاجرو شمير به په حدود د ۴۸۵ زرو پورې ورسيږي کوم چې مجبور دي آلمان څخه ووځې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.02.2017):