1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستانه د تجهيزاتو ايستل پيل کړل

نبيله کريمي الکوزی۱۳۹۲ مرداد ۷, دوشنبه

که څه هم آلماني سرتیرو په مختلفو هیوادونو کي د ماموریت پر مهال ډیرې تجربې ترلاسه کړې دي، خو له افغانستان څخه د پوځې وسایطو او تجهیزاتو انتقالول هغه ستونزه ده چې تر اوسه دوی ورسره نه ول مخامخ شوې.

https://p.dw.com/p/19Gai
Auf dem Flughafen Mazar-e Sharif wird eine Panzerhaubitze 2000 in das russische Frachtflugzeug Antonov AH-124-100 verladen.© Bundeswehr/Schmidt. http://www.flickr.com/photos/46257718@N02/5812292882/in/photolist-9RBwbf-9CyqiN-9CyqjQ-9Cyqj3-924X2v-dCVrVm-dCVsuf-dCVrWd-dCVstu-dCVssY-dCVrXh-8ZixzH-dCVsss-dCVrWN-dCVrTG-dCVrUq-8SuQkD-8XXUHV-8Z7bDt-8SuQkB-8XXVGi-8SiSVx-8paA8E-9ZPevs-924X2K-ai2LLq-ai2LMb-ai2LLG-ai2LMo-ai2LLY-8SuQkH-8Y1XZY-8rEefn-8rEefa-9cZTbz-8SiSVH-aBf6wj-8qSbMy-9cZTbi-8qSbAY-8qSd57-aBf6uo-8Z7bDa-8WgqCf-8rEeeZ-8WdnUB-ae62bF-8qP6fv-ae62bP-8WdnPt-8WdmJH
Bildergalerie Bundeswehr Rückverlegung Afghanistanانځور: cc-by-nd/Bundeswehr/Schmidt.

د آلماني پوځ د معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۱۴ م کال تر پایه باید د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې زري موټر، وسلې، مهمات، کمپیوترونو او نورو سامان الات او۴۸۰۰ کانتینرونه به له افغانستان څخه آلمان ته انتقال شي.

د آلماني پوځ او تجهیزاتو د انتقال په برخه کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې افغانستان سمندر ته لار نه لري. د دې پرځای چې وسایل د کښتيو له لاری انتقال شي ، له نورو لارو څخه باید استفاده وشي.

اوس د آلماني پوځ د نقلیه وسایلو لومړۍ جوپه چي شاوخوا ۲۰۰ ټانکونه کيږي له ترکيې څخه د دغه هيواد پر لوري په کښتۍ کي حرکت حرکت کړی دی. دغه تجهيزات له اپريل مياشتي راهيسي د افغانستان له مزاشريف هوايي ډگر څخه د هوايي له لاري د ترکيې د ترابزون بندر ته رسول کيږي.

حساس پوځي وسایط، لکه ټانکونه د هوا له لاري د آلمان د لابزیک ښار ته انتقالیږي. آلمانی پوځ د دغو وسایلو د هوايي انتقال د پروژې لګښت د۱۵۰میلیونه يورو په شاوخوا کې اټکلوي.

خو په کندوز ولايت کي د پي ارټي قوماندان جنرال ريشنرگ وايي چي ډير داسي وسايل هم سته چي آلمان ته نه انتقاليږي. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «هغه شیان چې د انتقالولو لګښت يې ډیر لوړ وې، دلته په کندز ولایت کې پلورل کیږي.»

هغه زياته کړه چي دا وسلې او پوځي وسايل نه دي: «دا یوازي هغه مواد دي چې په غیر نظامي برخه کې کار ځني اخیستل کیږي، لکه جرناتورونه او فرنيچر.»

رشنرگ وايي، چي هغه سیار او مودرن روغتون چې دوه کاله وړاندي د شپږو میلیونو يورو په لګښت جوړ شوی دی او د هوا سړونکې دستګاه هم لري له وسایلو پرته افغان ځواکونو ته سپارل کیږي:

«له دې دستګاوو څخه کولای شو د بهرني ماموریت پرمهال او یا هم د اجناسو د تبادلې په برخه کې استفاده وکړو.»

دا چې د کندز په ولایت کې هم الماني سرتیرې د خپلو اډو پریښودو ته چمتو دي، نو المان غواړي چې د ژمي د رارسیدو او د هوا تر سړیدو دمخه خپل سرتیري له دغه ولایت څخه وباسي.

ويل کيږي چي په کندز کي به د آلماني ځواکونو اډه هم د روان کال د اکتوبر مياشتي ترپايه پوري خالي او د افغان ځواکونو په اختيار کي ورکړل سي. په افغانستان کي چي آلماني ځواکونه له هره اډې څخه وزي بايد خپل مرکز مزارشريف ته لاړ او له هغه ځايه تجهيزات آلمان ته انتقاليږي.

د آلمان پوځ وايي چي د هوا پر اصلي لاري سربيره درې نوري بدیلې لاري هم سته چي خپل تجهيزات به پرې انتقال کړي.

۱ : شمالي لار، د اورګاډی په وسیله د ازبکستان، قزاقستان، روسيې او د بالتیک حوزې د هیوادونو له لاري.

۲: جنوبي لار، د ځمکې یا هوا له لاري په پاکستان کې د کراچۍ بندر او بیا د باروړونکو کښتیو په وسیله ترکيي ته او بیا له هغه ځایه آلمان ته.

۳: ګواکې اصلي مسیر د مزارشریف څخه د هوا له لاري په توره بحیره کې د ترکیې د ترابزون بندر وي. آلمان په دغه ځای کې له افغانستان څخه خپلو انتقالیدونکو وسایلو له پاره یو موقتي ګوډام یا ډپو هم جوړ کړی دی.

خو آلمان به د څپلو تجیهزات ډیر برخه له هوایي لارې ترکیې ته ولیږدوي. د دې کار لامل دا دی چې ځمکنۍ لارې ډیرې امنیتي ستونزې لري.