1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: له افغانستان څخه د وتلو پلان باید له سره وارزو

۱۳۹۴ مهر ۱۶, پنجشنبه

د آلمان د دفاع وزیرې ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پلان باید له سره وڅیړل شي. په افغانستان کې د ناامنیو له زیاتیدو سره د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو په اړه اندیښنې هم ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/1GkGe
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین، ویلي دي چې بهرني ځواکونه ښايي په افغانستان کې تر پلان شوې مودې د اوږد وخت له پاره پاتې شي. هغې له دې سره له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو پر پلان باندې نیوکه کړې ده.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د رسیدو پر مهال آلمانۍ وزیرې د پنجشنبې په ورځ وویل: «موږ باید دا موضوع وڅیړو چې آیا موږ باید د اوږدې مودرې له پاره پاتې شو او که نه؟»

امریکا متحده ایالات غواړي چې د ۲۰۱۶ کال تر پایه پورې په افغانستان کې دومره پوځیان وساتې چې یوازې د دغه هیواد له دیپلوماتیکو ماموریتونو څخه به ساتنه وکړي. له ۲۰۱۴ کال راهیسې، کله چې افغان ځواکونو د خپل هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پر غاړه واخیستل، د دغو ځواکونو د وړتیاو په اړه پوښتنې رامنځ ته شوي دي.

د افغان امنیتي ځواکونو په اړه اندیښنې هغه وخت ډیرې شوې چې طالب جنګیالي په تیرو ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل له پاره د یوه ښار د مرکز پر نیولو باندې وتوانیدل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب