1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له روسيې او برتانيې څخه غوښتي چې خپل منځي لانجې يوې خواته کړي

۱۳۸۶ تیر ۲۸, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د انگلستان د بهرنيو چارو له وزير ډاويډ ملي بانډ سره د کتنې په وخت وويل چې د پخواني جاسوس الکساند ر ليتوينينکو د وژنې پر سر خپله لانجه يوې خواته کړي.

https://p.dw.com/p/DKI9
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين مايرانځور: AP
د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شټاين ماير د انگلستان د بهرنيو چارو له وزير ډاويډ ملي بانډ سره د کتنې په وخت وويل ، چې هيله لري د انگلستان له پر ېکړې وروسته کومه نړيواله کشاله رامنځ ته نه سي.
وروسته له هغه چې برتانيې د څلورو روسي ډيپلوماتانو د استلو اعلان وکړی روسيې ډ ير سخت اکسل لعمل وښودی او ويي چې دا ډول کارونه به ډيرې ناوړي پايلي ولري.
ځني کارپوهان اوس پدې نظر دي چې روسيې اوس بيا پر خپل ځان باندې باور پيداکړي چې کولای سي يو ځل بيا نړۍ ته دا وښي چې د وي له يو قوي نيظام څخه برخورداره دي.
وروستي رارسيدلي خبرونه وايي چې روسي د انگلستان په ځواب کې څلورو برتانوي ډ يپلوماتانو ته خبر ورکړي چې ده لسو ورځو په اوږد و کې له روسيې څخه ووزي.
دغه راز د روسيې د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې روسيې ته د برتانوي چارواکو لپاره پر ويزو هم بند يز لگېدلي دی.