1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له پخواني جمهور رئيس سره مخه ښه وکړه

afp, dpa, epd۱۳۹۳ بهمن ۲۲, چهارشنبه

آلمان له خپل پخواني جمهور رئیس ریچارد فون وایڅیکر، سره مخه ښه کوي. د هغه د جنازې مراسم د چهارشنبې په ورځ پیل شول. د دغو مراسمو په ۱۴۰۰ گډونوالو کې ډیر شمیر بهرنیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1EZZR
انځور: Reuters/M. Schreiber

د آلمان پر صدراعظمي انگلا میرکل، فرانک والتر شتاین مایر، زیگمار گبریل او ولسمشر یواخم گاوک سربیره د برلین په کلیسا کې ډیر شمیر هغه کسان هم سره راغونډ شوي دي چې له پخواني جمهور رئیس ریچارد فون وایڅیکر، سره یې په آلمان او تر دغه هیواد دباندي کار کړی دی.

د مراسمو د میلمنو په ډله کې د پولند پخوانی ولسمشر او د هالند پخوانۍ ملکه هم شامله وه. دغو ټولو مېلمنو د آلمان له یوه ډیر مهم سیاستوال سره مخه ښه کوله.

ریچارد فون وایڅیکر د روان کال د جنوري مياشتي پر ۳۱مه نیټه په ۹۳ کلنۍ کې مړ شو. هغه له ۱۹۸۴ کاله تر ۱۹۹۴ کاله پورې د آلمان جمهور رئيس وو. د هغه د واکمنۍ پر مهال آلمان تر دویم نړیوال جگړې وروسته خپل یووالی ولمانځه او د برلین دیوال ونړید.

په دې وخت کې د آلمان گاونډیو هیوادونو له دې ویره لرله چې د آلمان له یو ځای کیدو سره به دغه هیواد یووار ځل بیا پیاوړی شي، خو پخواني ولسمشر وایڅیکر تر بل هر چا ډیر ښه دغه وضعیت کنترول کړ.

د ۱۹۸۵م کال د می میاشتي پر اتمه نیټه د وایڅیکر وینا هغه ته نړیوال شهرت ورکړ او د هغه همدا بیانیه د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند د تاریخ په ډیرو مهمو بیانیو کې شمیرل کیږي. د هغه د دویمې نړیوالې جگړې د پای ته رسیدو په ۴۰مه کلیزه کې خلکو ته په دویمه نړیواله جگړه کې د آلمان تسلیمیدل د دې هیواد آزادي وبلله او خلکو ته یې دا احساس ورکړ چې آلمان خپل تاریخ نه دی هیر کړی.

د آلمان اوسني ولسمشر یواخم گاوک په خپله وینا کې وایڅیکر یو «ستر آلمانی» وباله. هغه وویل چې دغه سیاست وال د آلمان د تاریخ تر تاثیر لاندي وو او په خپله یې هم په تاریخ کې ډیري مهمي نښاني پریښي دي. د گاوک په خبره وایڅیکر د خپل خدمت په اوږده دوره کې آلمان وهڅوه او راهنمایي یې کړ. گاوک وویل چې د وایڅیکر مفکوره او د خبرو کولو طرز د آلمانیانو له پاره اشنا وو.

د جنازې په دغو مراسمو کې ډیرو آلماني سیاستوالو د وایڅیکر د لاس ته راوړنو او کارونو ستاینه وکړه.

د المان د بهرنیو چارو وزیر د وایڅیکر د جنازې په مراسمو کې په اوکراین کې د خبرو اترو د نوي بهیر د پیلیدو په اړه خبري وکړې. هغه وویل چې وایڅیکر تل نړیواله سوله د خپلو لومړیتوبو په سر کې راوستله.

د وایڅیکر د جنازې د مراسمو تر ختمیدو وروسته هغه په دهلیم کې خاورو ته سپارل کیږي.