1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«آلمان مصر ته يوازي مشوره ورکولای سي»

احمد ولي اڅکزی (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۱۱, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستر ويله په مصر کي د راپرځول وسي ولسمشر محمد مرسي او د هغه پر مخالفينو باندي ږغ کړی دی چي له سړې سينې څخه کار واخلي.

https://p.dw.com/p/19Iv8
Außenminister Guido Westerwelle (l, FDP) spricht neben seinem ägyptischen Amtskollegen Nabil Fahmy am 01.08.2013 während einer Pressekonferenz im Außenministerium in Kairo in Ägypten. Westerwelle hält sich zu politischen Gesprächen in Kairo auf und will unter anderem mit dem Präsidenten der Übergangsregierung Mansur zusammentreffen. Foto: Michael Kappeler/dpa pixel
Guido Westerwelle mit Nabil Fahmy PK in Kairo 01.08.2013انځور: picture-alliance/dpa

گيدو ويستر ويله د لوېديځ هيواد لومړی د بهرنيو چارو وزير دی چي د ولسمشر مرسي تر پرځول کېدو وروسته قاهرې ته سفر کوي. هغه چهارشنبې په ماښام (۲۰۱۳ کال د جولای ۳۱) په قاهره کي د مصر د بهرنيو چارو له وزير نبيل فهمي سره وليدل. ويستر ويله له فهمي سره تر خبرو وروسته د مصر په لانجه کي پر ښکيلو ټولو اړخونو ږغ وکړ چي يو له بل سره خبري اتري وکړي. هغه وويل «موږ مصر ته يوازي مشورې ورکولای سو.»

ويستر ويله د جولای مياشتي پر ۳ نېټه، کله چي ولسمشر مرسي د پوځ له خوا را وپرځول سو ويلي ول: «دا په مصر کي د ديموکراسۍ له پاره يو تکان دی. له همدې کبله اوس دا ډېره مهمه ده چي و قانوني نظم ته ژر تر ژره لاره وموندله سي. موږ پر ټولو اړخونو ږغ کوو چي له تاوتريخوالي او استبداد څخه دي صرف نظر وکړي. موږ به په دقت سره د مصر وضعه څارو او خپلي سياسي پرېکړي به پر همدغه بنسټ کوو.»

خو آلماني وزير قاهرې ته د خپل سفر پر وخت نه د مرسي د آزادېدو پخوانۍ غوښتنه تکرار کړې ده او نه يې هم په مصر کي د «پوځي کودتا» په څېر اصطلاحات کارولي دي. نوموړي په دپلوماتيکه توگه ويلي چي په مصر کي «اوسنۍ وضعه د يوې مهمي تاريخي پروسې پېل دی.»

د دې ترمخه چي ويسترويله قاهرې ته سفر وکړي هغه د راپرځول سوي ولسمشر محمد مرسي د آزادولو غوښتنه کړې وه. دا په داسي حال کي چي هغه وخت د امريکا متحده ايالتونو لا دغه غوښتنه نه وه کړې. په آلمان کي د پوهي او سياست د بنسټ کارپوه شټېفان رول وايي چي آلمان بايد پر خپل دغه دريځ ټينگ پاته سي:

«د آلمان دغه غوښتنه ډېره مهمه وه. په کار دا ده چي په دغه موضوع کي بايد د پخوانيو ملگرو او ليبرالو ډلو تنقيدونه د دې باعث نه سي چي له خپل دغه سياست څخه څوک پر شا سي.»

څوک څرنگه کولای سي چي د قاهرې پر وړاندي داسي لهجه خپله کړي چي نه اوسني واکمنان او نه هم د راپرځول سوي مرسي پلويان خوابدي سي؟ دا هغه معادله ده چي ويستر ويله په خپل سفر سره ورته د جواب ورکولو هڅه کړې ده. دا په داسي حال کي چي برلين په مصر کي د محمد مرسي د ولسمشرۍ پر وخت له قاهرې سره پر رښتنینولۍ باندي ولاړه همکاري درلوده. د بهرنيو چارو له پاره د آلماني انستيتيوت کارپو کرستيان اخراينر په دې تړاو آلمان له يوه مشکل سره مخامخ بولي، هغه وايي:

«تر عربي پسرلي وروسته لوېديځ تابيا کړې وه چي نور به له پوځي حکومتونو سره په چلن کي بدلون راولي. له بل اړخه د مصر اوسني پوځي واکمنان پر خپلو ټولو منفي اړخونو سربيره په خپل هيواد کي د ټيکاو او نظم ضمانت ورکوي. خو له بل اړخه بيا بايد څوک د ډيموکراسۍ له پاره هڅې وکړي. ښايي همدا وجه وي چي د مصر په تړاو ټوله آلماني غبرگونونه تر اوسه غېر دقيق دي.»

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په قاهره کي له اخوان المسليمين سره هم د تماس نيولو په هڅه کي دی. تر ده دمخه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو مسئولي کاترين اشتون هم له هغوی سره اړيکي نيولي وې. آلمانی کارپوه رول وايي چي د مصر وضعه دومره غېر واضح ده چي لوېديځ په دې ډگر د ښکېلتيا ډېر لږ چانسونه لري.