1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: مهاجر ځان د خلکو تر منځ په چاودنه کي وواژه

آژآنسونه/ ع، ب، ح۱۳۹۵ مرداد ۴, دوشنبه

یو سوریايي مهاجر چې مخکې يې هم د ځان وژنې هڅه کړې وه، د هغه یو شخص په توگه پيژندل شوی چې د بایرن د ایالت د انسباخ په ښار کې په یوې قصد شوې بمې چادونه کی وژل شوی دی. چارواکي د تروریستي برید د اړیکو پلټنه پیل کړې ده.

https://p.dw.com/p/1JVHJ
انځور: Reuters/M. Rehle

پولیسو په یوې خبرپاڼه کې د دوشنبې په سهار وختي وویل چې « په نوموړي ښارگوتي کې چیرته چې د یکشنبې په شپه په آزاده فضا کې د موزیک یو فیستوال جوړ شوی ؤ د واین د یوه بار (دکان) په مخکې په یوې چادونه کی یو سړی وژل شوی چې زمونږ د روانو معلوماتو له مخې د چادونې عامل دی.» په دې پیښه کې ۱۲ نور ټپیان شوي دي چې د دری تنو وضعیت ډير ناخوال دی.

د بایرن د ایالت د کورنیو چارو د وزیر، یواخیم هیرمن د وینا له مخې دغه سړي ته چې ځان سره یې د شا بکس لیږداوه د موزیک په فیستوال کې د ننوتلو اجازه ونه شوه، ځکه ټکټ یې نه درلود. نوموړي وزیر وویل چې چارواکي له لا تر اوسه په دې هکله پلټنه کوي چې ومومي آیا دغه برید تروریستي پسمنظر لري که نه. هیرمن وویل:«مونږ دا له امکان څخه لیری گڼلی نه شوو.»

د انسباخ ښاروال، کاردا زایدل وویل چې چادونه د موزیک د فیستوال د ننوتلو یوې دراوزې ته نژدې شوې ده. هغه وویل په فیستوال کې کابو ۲۵۰۰ کسانو گډون درلود. زایدل یادونه وکړه، د شپې د لس بحو په شا او خوا کې له چاودنې څخه وروسته فیبستوال فسخه کړای شوو. د دغه زوړ ښار د کلابند کولو سره سم خلک له ساحې څخه وایستل شول او د ژغورنې نقلیه وسایل هلته راورسیدل. په سیمه کې ۲۰۰ پولیس په دنده گمارل شوي ؤ او د ژغورنې د ټیم ۳۵۰ نور غړي د پیښې ساحې ته راوستل شول.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه:

پناه غوښتونکي

د پیښی مظنون یو ۲۷ کلن سوريايي پناه غوښتونکی تشخیص شوی چې دوه کاله مخکې آلمان ته رسیدلی دی. د هغه د پناه غوښتنه رده شوې وه، خو هغه ته په آلمان کې هستوگنې لپاره موقتي اقامت اجازه شوې ده او د دغه ښار په یوه آپارتمان کې ژونده کاوه. هغه دوه ځلې د خپل ځان د وژنې هڅه کړې وه او تر روانې درملنې لاندې نیول شوی ؤ.

د بایرن د ایالت پولیسو د برید پرعینی شاهدانو غږ کړی چې که چیری د پیښې عکس او یا ویدویې د خپلو موبایل تیلفونو له لارې اخیستي وي، لطفا هغه دې پولیسو ته ولیږي تر خو په پلتڼه کې ور سره مرسته وشي.

Deutschland Ansbach Explosion Rettungssanitäter
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

د انسباخ په ښار کې د امریکا متحده ایالاتو یوه پوځي اډه هم مستقره ده. د هغې اډې کوم ویاند تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.

د مونشن د پیښې په تعقیب بله حمله

د انسباخ چاودنه په یوه اونۍ کې په آلمان څلورمه حمله گڼل شوې ده. دغه پیښه د جمعې د ورځې څخه وروسته رامنځ ته شوه کومه چې یو سړی نهه انسانان ووژل. په ټول آلمان کې د یکشنبه په ورځ د نوموړې پیښې د قربانیانو لپاره د ویر لمانځې ونیولې شوې.

دغه راز د یکشنبه په ورځ یو بل سوریايي مهاجر د آلمان د شمال لویدځ ښار رایتینگن کې یوه ښځه ووژله او دوه نور یې ټپیان کړل. د تیرې دوشنبه په ورځ یوه بل شخص د یوې چړې او تبر په واسطه په ریل کې پر مسافر حمله وکړه او پنځه تنه یې ټپیان کړل.

تعقيب: د انسباخ د پښي پړه داعش په غاړه واخيسته. د آلمان امنيتي چارواکو هم دغه يو «ترهګر بريد» وباله.

د انسزبخ د پيښي انځورونه: