1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان نور افغان مهاجر هم اخراجوي

۱۳۹۶ فروردین ۴, جمعه

په پام کې ده چې آلمان د رد شوو افغان مهاجرو یوه بله ډله د روانې میاشتې په پای کې افغانستان ته واستوي. آلمان تر اوسه پورې ۷۷ رد شوي افغانان خپل هیواد ته استولي دي. خو دا لا معلومه نه ده چې څومره کسان استول کیږي.

https://p.dw.com/p/2Zspp
Deutschland Abschiebung von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د مارچ میاشتې پر ۲۷ نېټه به یوه الوتکه رد شوي افغانان کابل ته ولیږدوي. د نوموړي خبري آژانس په حواله دغه رپوټ د افغانستان د کډوالو او راستنیدو چارو وزارت دوو جگپوړو چارواکو د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷م کال د مارچ ۲۴مه) تائید کړی دی.

دغو چارواکو ته دا معلومات نه ول، چې الوتکه د آلمان له کوم هوايي ډگر څخه الوتنه کوي. رپوټ زیاتوي دا چې په الوتکه کې به څومره کسان وي، د کابل چارواکي پرې هغه وخت خبریږي چې الوتکه د کابل هوایي ډگر ته ورسیږي.

د تیر میلادي کال له دسمبر میاشتې راهیسې دا څلورم وار دی چې رد شوي افغان مهاجر په ډله ایزه توگه له آلمان څخه افغانستان ته اخراجیږي. په ټوله کې ۷۷ افغانان چې زیاتره یې ځوانان ول تر اوسه افغانستان ته استول شوي دي. تر اپریل میاشتې پورې حد اکثر پنځوس مسافر په یوه الوتکه کې استول کیدای شي. خو تر اوسه پورې د استول شوو کسانو شمیر په هره الوتنه کې تر دې په څرگند ډول کم وو.

په آلمان کې ۱۱۹۰۰ داسې افغان مهاجر اوسیږي چې د پناه غوښتنه یې رد شوې او له دې هیواد څخه په وتلو باندي مکلف دي. له دغو کسانو څخه یې ۱۰۳۰۰ تنه «دولدونگ» په نوم سند لري.

په آلمان کې د افغانانو د اخراجولو موضوع یوه له شخړه ایزه موضوعاتو څخه ده، ځکه چې ویل کیږي چې په افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی او په ټول هیواد کې د نښتو او بریدونو رپوټونه ورکول کیږي.

زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: