1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان هره ورځ نژدې ۲۰۰ مهاجر له سرحدونو شړي

۱۳۹۴ بهمن ۵, دوشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزير وايي، له هغه وخت راهيسي چي ئې د خپل هيواد د سرحدونو کنترول پيل کړی د ورځي له ۱۰۰ تر ۲۰۰ پوري مهاجر له سرحدونو بيرته شړي. بله خوا د مهاجرو د سیاست په برخه کي پر ميرکل فشارونه ډېر سوي.

https://p.dw.com/p/1HjIp
Deutschland Grenzkontrollen an der Grenze zu Österreich
انځور: Getty Images/J. Simon

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنورۍ ۲۴مه) د «ولت ام زونتاگ» آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي اوس ډېر پناه غوښتونکي کولای سي، څو د دغه هيواد په سرحدونو کي خپل ځانونه راجستر کړي.

هغه ټینگار کړی دئ، که د دغه هيواد په سرحدونو کي د راجستر پر مهال دا ثابته سي چي راغلي مهاجر د پناه غوښتني له پاره قانع کوونکی دليل نه لري، هغوی ته به آلمان ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل سي.

ديميزير زياته کړه: «خو هغه کسان چي له خپلو هيوادونو څخه د جنگ او آزار په خاطر وتلي وي، موږ ئې ملاتړ کوو.» ديميزير وويل چي اوس هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ مهاجر بيرته له خپلو سرحدونو شړي.

هغه په دې برخه کي زياته کړې: «هغه کسان چي نه غواړي په آلمان کي د پناه غوښتنه وکړي او په پام کي لري چي په غير قانوني توگه دغه هيواد ته ننوځي، په آلمان کي د اوسېدلو حق نه لري.»

ديميزير له بلي آلمانۍ ورځپاڼي «بيلد ام زونتاگ» سره په خبرو کي ويلي دي چي د روان کال له پيل راهيسي هره ورځ آلمان ته ۲۰۰۰ مهاجر راځي او د سرحدونو کنترول به تر بلي پريکړي پوري دوام ومومي.

د مهاجرو په برخه کي د ميرکل پر سياست نيوکي

د آلمان سوسيال ديموکرات گوند له صدراعظمي انگيلا مير کل څخه غوښتني دي چي د مهاجرو په سياست کي روڼوالی راولي. په دغه گوند کي د ميرکل پر سياست باندي نيوکي ډېري سوي دي.

د آلمان د سوسيال ديموکرات گوند مشري کاتارينا بارلي، د يکشنبې په ورځ له «ولت ام زونتاگ» ورځپاني سره په مرکه کي وويل چي د ائتلافي گوندونو مسيحي او سوسيال مسيحي دائمي وړانديزونه بې له دې چي اعتماد له منځه يو سي بل څه نه دي.

هغې وويل چي ميرکل بايد اجازه ور نه کړي چي د مسيحي ديموکرات او سوسيال مسيحي گوندونو ترمنځ اختلافات د آلمان اجرائيوي قدرت زيانمن کړي.

په دغو گوندونو کي له څو ورځو راهيسي آلمان ته د راتلونکو مهاجرو له پاره د يو حد ټاکلو پر سر بحثونه روان دي.