1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان هم د افغانستان لپاره خاص استازۍ وټاکه

۱۳۸۷ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتر شتاينماير ديپلومات بېرند ميوڅلبورگ د افغانستان او پاکستان ځانگړی استازی ټاکلی دی.

https://p.dw.com/p/Gvrj
Bernd Mützelburg
Bernd Mützelburgانځور: pa / dpa

شتاينماير د دوشنبې په ورځ وويل چې په دواړو هېوادونو کې به په دې توگه د آلمان هلې ځلې لا پسې غښتلې شي. زياته يې کړه چې ميوڅلبورگ به د خپلې دغې دندې له امله د امريکا د متحده آيالتونو د ځانگړي استازي ريچارد هولبروگ سيال او ملگری هم وي.
ميوڅلبروگ پخپله وويل چې د افغانستان او سيمې کلارول تر ټولو ستره دنده چې نړيواله ټولنه ورسره مخامخ ده او دا چې نوموړی د کالونو راهيسې ورباندې په لومړي وزارت او وروسته د بهرنيو چارو په وزارت کې کار کوي او تل په دې برخه کې بوخت پاته شوی دی.

د 2006 م کال راهيسې ميوڅلبورگ په نوي ډهلي کې د آلمان سفير دی. شتاينماير وويل چې د متحده آيالتونو پلاوي د مونيخ د امنيتي غونډې په ترڅ کې هيله څرگنده کړې وه چې د هغوی د نوي ځانگړي استازي هولبروک دپاره دې آلمان هم يو ملگری او د خبرو اترو سياله غاړه رامنځته کړي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاينماير په دې اړه وايي:«موږ به د ښاغلي ميوڅلبورگ په مرسته په دغه سيمه کې يعنې په افغانستان او پاکستان کې خپلې ديپلوماتيکې هلې ځلې متمرکزې او زياتې کړو. ښاغلی ميوڅلبورگ به د امريکايي استازي ښاغلي هولبروگ د خبرو ملگری هم وي.«

Richard Holbrooke 2008
Richard Holbrookeد امريکا لخوا د افغانستان لپاره خاص استازې دیانځور: picture-alliance/ dpa

د امريکا د متحده آيالتونو نوی حکومت د بارک اوباما په مشرۍ سيمه يزې هلې ځلې زياتول غواړي او په دې ترڅ کې پاکستان هم شاملوي. د آلمان نوي ځانگړي استازي ميوڅلبورگ وويل چې په پاکستان کې هم طالبان پياوړي شوي دي او دا چې له افغانستان سره د گډو پولو په اوږدو کې امنيتي وضعه ترينگلې ده.
ميوڅلبورگ د آلمان د پخواني لومړي وزير گېرهارد شرويدر په دويمه دوره کې د بهرنيو چارو مشاور و او هغه وخت يې هم د لومړي وزارت له پخواني اداري مشر شتاينماير سره همکاري لرله.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې ميوڅلبورگ مسلکي پوهه لري او په نړيواله کچه يو تجربه کار ديپلومات دی. ميوڅلبورگ د خپلې راتلونکې دندې په اړه وايي:

«موږ ټول پوهېږو چې افغانستان ته د سولې راوستلو مساله ده. دا چې په دغه هېواد کې امنيت ټينگ شي او افغانان د دې وړ وگرځي چې خپل دولت د خپلو علاقو له مخې جوړ کړي.«

د AP خبري اژانس خبر ورکوي چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير شتاينماير ميوڅلبورگ مقرر کړی دی بې له دې چې د آلمان له لومړۍ وزيرې انگلا مېرکل سره مشوره وکړي. خو د آلمان د حکومت وياند اولريش ويلهېلم غبرگه کړه چې لومړي وزارت ته تېره اونۍ د يوې کاري ناستې په ترڅ کې خبر ورکول شوی و.

د آلمان د ځانگړي استازي په توگه به بېرند ميوڅلبورگ خپله دنده له برلين څخه پر مخ بوځي او له هغه ځايه به بيا افغانستان او پاکستان ته سفرونه کوي.