1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پر سوریايي مهاجرو هم د دوبلین قانون پلی کوي

۱۳۹۴ آبان ۲۰, چهارشنبه

آلمان غواړي هغه سوریايي مهاجر بیرته د اروپا هغو غړو هیواد ته ولیږي چې په لومړي سر کې ورته راغلي وي. په دې سره نو د دوبلین تړون پر سوريايانو باندي بيرته پلی کيږي.

https://p.dw.com/p/1H3vA
Flüchtlinge Deutschland
انځور: Reuters/F. Bensch

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته موندلای سئ

د آلمان د کورینو چارو وزیر توماس ديميزير د مهاجرو شمېر د محدودولو له پاره نوري هڅي هم کوي. دوبلين تړون به له دې وروسته پر نورو هيوادونو سربيره سوريې باندي هم پلی سي.

د دوبلین تړون له مخي هر هغه مهاجر چې د اروپايي ټولني یوه غړي هیواد ته په لومړي وار ورځي باید په هماغه هیواد کې ثبت شي چې وروسته بيا د پناه غوښتني نوري مرحلې طی کاندي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت په خبره د دوبلين تړون عملي کول دا معنی نه لري چې گويا مهاجر دي بيرته نورو سرحدونو ته ولېږل شي. په دوبلين تړون کې دا مشخصه ده چې کوم هیواد د يوه مهاجر پناه غوښتني ته په جواب ورکولو مکلف دی.

د «دوبلين درې» تړون له ۲۰۱۴م کال راهيسي د ناروې، سويس ايسلند او ليشتين ستاين پر هيوادونو سربيره د اروپا پر ټولو غړو هيوادونو کي پلي کيږي.

د دوبلین په اړه د ګوندونو غبرګون

د آلمان لومړۍ وزیري انگيلا ميرکل په اګست میاشت کې هغه تړون وځنډاوه چې د سوریې د کډوالو په زیاتیدو کې ور سره مخامخ شوې وه. چارواکو له دغه پریکړې د بشر دوستۍ د موخو په روڼا کې دفاع کړي ده.

په عین وخت کې د آلمان د مسيحي ديموکرات اتحاد او مسيحي سوسيال اتحاد گوندونو زیات سیاستوال دغه حرکت وغانده او وویل چې د ميرکل دغه پریکړه به د هر مهاجر له پاره آلمان ته د یوه بلنلیک په توگه وي.

خو آلمان ته زيات شمېر کډوال يا د يونان له خوا رارسېدلي چي په دوبلين تړون کي شامل نه دی او يا هم ډېر مهاجر په هيڅ اروپايي هيواد کي ثبت شوي نه دي چې دغه کار په اساسي توګه د چارواکو له پاره یو لوی چيلینج دی.

د پرو ازول فعالانو مشر ګونتر بورخارد د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «د کورنیو چارو وزیر په بشپړه توګه د مهاجرو په موضوع کې عاجز دی». هغه زیاتوي: «هنګري او کروشیا ته د ډېرو مهاجرو بیرته لېږل غیر انساني او له واقعت څخه لري کار دی».

د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې د آلمان پارلمان به د دوبلین قانون ته په کتو سره په خپل هیواد کې هم ورته قانون پلی کړي، د آلمان اپوزیسیون او سوسيال ديموکراتانو دغه کړنه په روښانه ډول غندلې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب