1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان پر مهاجرینو ۲۰ میلیارده یورو مصرف کړي دي

۱۳۹۶ خرداد ۶, شنبه

د دې پیسو څلورمه برخه پر داسې پناه غوښتونکو مصرف شوې چې لا اوس هم تر ارزونې لاندې دي او له نیمايي څخه ډیرې پیسې بیا د اجباري مهاجرت د ریښو پر لمنځه وړلو مصرف شوي دي.

https://p.dw.com/p/2dfqP
Deutschland Ankunft von Flüchtlingen
انځور: picture-alliance/dpa/F. Kästle

په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان حکومت خپلو ۱۶ ایالتونو ته له مهاجرینو سره د مرستې په موخه ۹،۳ میلیارده یورو بودیجه په اختیار کې ورکړې وه. په عین وخت کې په بهرنیو هیوادونو کې د اجباري مهاجرت د ریښو د لمنځه وړلو له پاره آلمان ۱۱ میلیارده یورو مصرف کړي دي.

دغه شمیرې د آلمان د فدرالي حکومت لخوا په یوه تازه رپوټ کې خپرې شوي دي چې ټاکل شوې د آلمان د صدراعظمې انګلا مرکل تر تایید وروسته به خپور شي.

له دې پیسو څخه ۵،۵ میلیارده یورو په داسې مهاجرینو مصرف شوي چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه کړې او تر اوسه پورې د آلمان د یو ایالت لخوا د مهاجر په توګه نه دی منل شوی. په دې بودیجه کې په آلمان کې د مهاجرینو د ښه ادغام په موخه هم د ۲ میلیارده یورو د لګښت یادونه شوې. سربیره پر دې له دې پیسو څخه ۴۰۰ میلیونه یورو د مهاجرینو او پناه غوښتونکو پر سرپناه او ۳۵۰ میلیونه یورو د کم عمره او له سرپرست پرته پر مهاجرینو مصرف شوي دي.

د آلمان د نورد راین ویست فالن ایالت د دې پیسو تر ټولو ډیره برخه یعنې ۱،۲ میلیارده یورو ترلاسه کړي. بایرن د ۸۶۰ میلیونه یورو په ترلاسه کولو په دوهم ځای کې دی او بیا بادن وتمبرګ د ۷۲۸ میلیونو یورو په ترلاسه کولو سره په دریم مقام کې ځای لري.

په عین وخت کې د مهاجرینو په هکله د عام آلمانیانو نظر تر ډیره مثبت پاتې دی. د ټولو پوښتل شوو آلمانیانو کابو ۴۰ سلنه وايي چې دوی ډیر ډاډه وو چې آلمان به د مهاجرت له امله رامنځته شوې ننګونې حل کړي.

د اجباري مهاجرت له لاملونو سره مبارزه

د آلمان د ماليې فدرال وزارت اعلان کړی چې ۱۱ میلیارده یورو په مستقیمه توګه د اجباري مهاجرت او د بې ځایه کیدو د لاملونو د لمنځه وړلو له پاره مصرف شوي دي. د انګلا مرکل د دفتر د مشر، پیټر التمایر په دې هکله ویلي چې دغه هڅې محسوسې پایلې هم لري.

التمایر له آلمانۍ ورځپاڼې راینیشه پوست سره په مرکه کې ویلي چې «په تیر کال کې له یونان او ترکیې څخه د مهاجرینو په راتګ کې د پام وړ لږوالی رامنځته شوی او د لیبیا او ایټالیا په لار هم د مهاجرینو په راتګ کې کمښت راغلی.» نوموړی زیاتوي چې په لیبیا، نیجر او مالي کې د حالت د ښه والي له پاره زموږ تعهد اوس ښه نتیجه ورکړې.

آلمان د نړۍ په ځینو هیوادونو کې خپل پوځ ګمارلی دی ترڅو د انساني قاچاق شبکې له منځه یوسي او د اسلامپاله ډلو پر وړاندې د جګړې ملاتړ وکړي.

په عین وخت کې د آلمان صدراعظمې انګلا مرکل د بیلګې په توګه د رد شوو پناه غوښتونکو له آلمان څخه د ژر تر ژره ایستلو غوښتنه کړې. سربیره پر دې، تیره اونۍ آلمان نوي داسې قوانین تایید کړل چې له مخې یې اوس د آلمان چارواکي کولای شي رد شوي مهاجرین په دوامداره او چټګ ډول اخراج کړي. په عین وخت کې د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې ادارې یا «بامف» ته هم ډیر واک ورکړل شوی او اوس کولای شي چې مهاجرین تر څار لاندې ونیسي او د دوی بریښنايي شخصي وسایلو ته لاس رسۍ ولري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (10.12.2016):