1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا پر انټرنیټي استخباراتي پروګرام د آلمان نیوکې

dpa, AFP/ عبدالباري حکیم۱۳۹۲ خرداد ۲۵, شنبه

متحده آیالات غواړي چې برلین ته د ولسمشر اوباما، له سفر څخه مخکې د آلمان هغو اندیښنو ته ځواب ووایي چې پر یو شمیر انټرنیټي شبکو باندې د امریکایي استخباراتې څارنو په هکله یې عنوان کړي دي.

https://p.dw.com/p/18qWt
انځور: Fotolia/benjaminnolte

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د مشاور مرستیال بن رودیز، وویل چې بارک اوباما به په راتلونکو ورځو کې برلین ته د خپل سفر په ترڅ کې د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل ته روښانه کړی چې د «څارنې نوموړی پروګرام» یوازې د ترهګریزو بریدونو د کشف په موخه جوړ شوی دی، نو په دې وجه «دا د دواړو هیوادونو په ګټه دی.»

رودیز څرګنده کړه چې د «شخصي معلوماتود خوندیتوب او دغه راز د خلکو د ولسي حقوقو د خوندي ساتنې له پاره د آلمان د ډیرې زیاتې لیوالتیا له پاره» متحده ایالات تفاهم لري. هغه زیاته کړه چې اوباما به د خپل سفر په ترڅ کې پر دې موضوع په ښکاره توګه خبرې وکړي.

د آلمان د حکومت د اپوزیسیون ګوندونو د متحده ایالاتو پر نوموړي استخباراتي پروګرام باندې سختې نیوکې کړي دي او له خپل حکومت څخه یې غوښتی دي چې په دې برخه کې د متحده ایالاتو پر وړاندې له «تیریدنې» څخه کار وا نه اخلي. د آلمان په پارلمان کې د سوسیال دیموکرات د ګوند د چارو رئیس، توماس اوپرمن، له صدراعظمې مېرکل څخه چې په عین وخت کې د مسیحي دیموکرات د ګوند مشره هم ده وغوښتل چې له ولسمشر اوباما سره د لیدنې کتنې په وخت کې د نوموړې موضوع په هکله خبرې وکړي او هغه روښانه کړی چې د متحده ایالاتو دغه ډول استخباراتي پروګرام له ځان سره «عواقب هم لري.»

اوپرمن د خپل هیواد، ویست دویچه الګماینه څایتونګ، ورځپانی سره په مرکه کې د شبنې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون پنځلسمه) وویل چې «حکومت دنده لري د خلکو بنسټيز حقوق له بهرنیو حملو څخه خوندي وساتي.» اوپرمن چې د صدراعظمۍ د مقام له پاره د سوسیال دیموکرات د کاندید پیر شتاین بروک، د ټیم غړی دی، غوښتنه وکړه: « مونږ په دې موضوع کې د یوې روښانه مداخلې له پاره اړتیا لرو.»

د کیڼ اړخي ګوند پارلماني رئیس ګریګور ګیزي، د متحده ایالاتو نوموړی استخباراتي پروګرام چې تر ډیر وخت پورې په پټه توګه عملې شوی دی تر سختو نیوکو لاندی ونیو او د کمپیوتر له هغه یوه کار پوه څخه یې ستاینه وکړه چې دغه پټ پروګرام یې بربڼد کړ. ګیزي وویل:«د کمپیوتر کار پوه، ایدوارد سنوډن ته چې دا پروګرام یې کشف کړ، باید سیاسي پناه ورکړل شي.»

د آلمان د کیڼ اړخي ګوند نوموړي مشر یادونه وکړه چې سنوډن په خپل دې کار سره د «یوې نامحدودې دولتي څارنې پر خلاف یو ستر خدمت تر سره کړ.» د آلمان د نویې پرېسه هانور، ورځپاڼې سره په مرکه کې چی د شنبې په ور چاپ شوې ده هغه ویلي دي: «د آلمان حکومت باید سنوډن ته سمدلاسه د سیاسي پناه وړاندیز وکړي او ولسمشر اوباما دې له موضوع څخه خبر کړي.»

سنوډن په تیره اونۍ کې د ګارډین او واشنګتن پوست ورځپاڼو ته د متحده ایالاتو د نوموړي استخباراتي پروګرام په هکله اسناد استولي ول.د څارنۍ له دغه پروګرام سره د متحده ایالاتو د «ملي امنیت اداره» یا NSA توانیدلې ده چې د سترو نړیوالو انټرنیټی شبکو لکه فیس بوک، ګوګل، مایکروسافټ، اپل، یاهو او AOL ته لاس رسی پیدا کړي او د هغوې د مشتریانو د معلوماتو تبادله وڅاري او هغه تر ارزونو لاندی ونیسی. خو نوموړي شرکتونه دا نه مني چې امریکایي استخباراتي اداره دې تر اوسه پورې توانیدلې وي چې د هغوی د کمپویتري سیستم مرکزي جوړښټ (سرور) ته مستقیم لاس رسی پیدا کړای وي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، هانس پېتر فریدریش، د اپوزسیون د ادعاو پر خلاف د متحده ایالاتو د استخباراتي څارنې له پروګرام څخه دفاع وکړه. فریدریش له یوې بلې آلمانۍ ورځپاڼې، وېلت ام زونتاګ، سره په مرکه کې وویل «هر څوک چې په رښتیا سره په آلمان او اروپا کې د خلکو د امنیت د خوندي ساتنې له پاره مسوولیت پر غاړه اخلي پر دې پوهیږي چې دا د متحده ایالاتو استخباراتې ادارې دي چې وخت په وخت یې مونږ ته مهم معلومات راکړي دي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر یادونه وکړه.«د همدې معلوماتو له برکته مونږ توانیدلي یو چې د یو شمیر بریدونو مخه ونیسو.»