1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي د ځواکونو شمېر کموي

۱۳۹۱ آذر ۸, چهارشنبه

د آلمان کابينې پريکړه وکړه، چي په افغانستان کي د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي. د پريکړي له مخي به د ۲۰۱۴ کال تر شروع پوري ۱۰۰۰ تنه سرتيري راوايستل سي.

https://p.dw.com/p/16ro0
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb

د آلمان کابينه د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۸) په افغانستان کي د اصلاحاتو غوښتونکې سوه. برلين په ځانگړي توگه له فساد سره د سختي مبارزې غوښتنه کړې.

د آلمان کابينې په افغانستان کي د خپلو ځواکونو د راکمولو طرحه تصويب کړه، د دغه پلان له مخي به د راتلونکي کال د جنورۍ له مياشتي بيا د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ تر مياشتي پوري د آلماني ځواکونو شمېر ۳۳۰۰ تنو ته راکښته سي. دغه طرحه بايد د دغه هيواد د پارلمان له خوا هم تائيد سي.

اوس په افغانستان کي نزدې ۴۶۰۰ آلماني سرتيري مېشت دي. په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستانه ټول بهرني جنگي سرتيري ووزي.

د آلمان د دفاع او پراختيايي مرستو وزارتونه هر کال د افغانستان د «پرمختگ» په اړه يو راپور وړاندي کوي. د دې راپور موخه په افغانستان کي د پرمختگ او حالاتو په اړه کابينې او پارلمان ته معلومات ورکول دي. دغه راپور هم د چهارشنبې په ورځ د آلمان کابينې ته وړاندي سو.

په کندوز کي د آلماني ځواکونو اډه
په کندوز کي د آلماني ځواکونو اډهانځور: picture-alliance/dpa

د «پرمختگ» په راپور کي راغلي دي، چي تراوسه هم له دولتي مقام څخه ناوړه استفادې په دغه هيواد کي د پرمختگ مخه نيولې ده. په راپور کي دا هم راغلي دي، چي قاضيان، څارنوالان او پوليس د خپل قانون په اړه معلومات نه لري.

آلمان تر امريکا متحده ايالاتونو او بريتانيا وروسته دريم هيواد دئ، چي ډير شمېر سرتيري ئې افغانستان ته لېږلي دي. دغه هيواد دغه راز د افغانستان په بيا رغاونه کي هم دريم ځای لري.

د آلمان حکومت ويلي دي، چي په افغانستان کي هغه مهال دوامداره کراري راتلای سي، چي د دغه هيواد په دننه کي د خبرو اترو پروسه پرمخ ولاړه سي.

د آلمان درو سرو وزارتونو چي دغه راپور جوړ کړی دئ، ويلي دي چي طالبانو د مارچ په مياشتي مقدماتي خبري اتري وځنډولې. خو اوس داسي نخښي نښانې سته چي طالبان غواړي له سره دغه خبري اتري پيل کړي.

دوی ويلي دي، چي له دې سره سره نه بايد هيڅ ډول سوله په هره بيه راوستل سي.

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل
کتونکې: گل غوټۍ پوپل