1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کي پوځي ماموريت تمديد کړ

مسعود جهش (afp,dpa)۱۳۹۱ بهمن ۱۲, پنجشنبه

د آلمان پارلمان یا بندستگ، په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت د یوه بل کال له پاره هم تمدید کړ. دغه پارلمان دغه راز موافقه وکړه چې د ۲۰۱۴ کال تر فبروري میاشتې پوري په افغانستان کې د سرتیرو شمیر ۳۳۰۰ ته راکښته کړي.

https://p.dw.com/p/17VA3
Operation der Bundeswehrtruppe in Nordafghanistan. Baghlan Baglan, Afghanistan, 19.10.2012
Operation der Bundeswehr in Afghanistanانځور: picture alliance/JOKER

د آلمان پارلمان غړو د دغو عملیاتو د تمدیدو په حق کې ۴۳۵ مثبتي،۱۱۱منفي او ۳۹ د غیرحاضری رایې ورکړې. اوس آلمان په افغانستان کې۴۴۰۰ سرتیري لري چې تر دې مخکې د هغوی له ډلې څخه۵۰۰ بیرته آلمان ته ستانه شوي ول.

آلمان او د ناټو نورو غړو هیوادونو پریکړه کړې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه خپل ټول جنګي سرتیر راوباسي او د دغه هیواد امنیتي مسئولیتونه کرار کرار پخپله افغانانو ته وسپاري.

امریکا متحده ایالات چې د بل هر هیواد په پرتله په افغانستان کې ډیر سرتیري لري، اوس په دې اړه فکر کوي چې تر۲۰۱۵ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل یو شمیر سرتیري پريږدي.

دا چې دغه هیواد به څومره سرتیري په افغانستان کې پریږدي لا تر اوسه پورې معلومه نه ده. خو ویل کیږي چې ولسمشر اوباما به په افغانستان کې له۳۰۰۰څخه تر۹۰۰۰ پوري سرتیري په دغه هيواد کي پريږدي.

له آلمان څخه هم دې ته ورته غوښتنه شوې ده او کیدای شي چې دغه هیواد هم تر۲۰۱۴کال وروسته خپل یو شمیر سرتیري په افغانستان کې پريږدي چې دنده به یې د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او هغوی ته د مسلکي مشورو ورکول وي.

د آلمان پارلمان د افغانستان د ماموريت د تمديد پرمهال
د آلمان پارلمان د افغانستان د ماموريت د تمديد پرمهالانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان په پارلمان کې د افغانستان د عملیاتو پر سر تر رای اچوني وروسته د دې هیواد د دفاع وزیر توماس دیميزیر، خبریالانو ته وویل: «موږ په دې خبره پوهیږو چې یوازي زموږ سرتیري په افغانستان کې سیاسي او پوځي کړکیچ نه شي له منځه وړلای. خو زموږ د يو شمېر سرتيرو له پاته کېدو پرته په افغانستان کي د اقتصادي ودي او سياسي روغي جوړي پر لور تگ ته بله لاره نشته.»

آلمان تیر کال په افغانستان کې۵۳۵۰ سرتیري لرل چې بیا یې د هغوی شمیر په تدریجي ډول کم کړ. دغه هیواد تر متحده ایالاتو او بریتانیا وروسته دریم هیواد دی چې په دغه هيواد کې یې تر ټولو ډیر سرتیري میشت دي. د آلمان پارلمان هر کال په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت تمدیدوي.